1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کووید-۱۹ د انسان له بدن سره په اوږده موده کې څه کوي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۵, جمعه

د کارپوهانو په خبره د کووید-۱۹ ناروغۍ چې د کرونا ویروس له کبله رامنځ ته کیږي له ښه کیدو وروسته هم امکان لري د انسان په بدن کي اوږد مهاله زیانونه پر ځای پریږدي؛ د بیلګې په توګه د زړه او سږي د عضلاتو کمزوري کیدل.

https://p.dw.com/p/3bMDf
Sars-CoV-2 Illustration mit Weltkugel
انځور: Imago Images/Chromorange/K. Niehaus

د «هافینګتون پست» د رپوټ له مخې تر هغه وروسته چي کارپوهانو له کرونا ویروس څخه د جوړو سوو کسانو په بدن کي بیولوژیکي علایم وارزول او په ځینو کي یې د اینې کمزوری فعالیت، د زړه او سږي سخت زیانونه ولیدل، نو اعلان یې وکړ چي د کووید-۱۹ په له منځه تلو سره د نوموړې ناروغۍ په نتیجه کي، رامنځته سوي صحي مشکلات له منځه نه ځي.

کله چي بدن د کووید-۱۹ له ویروس سره مخامخ کیږي، نو بدن له ویروس سره د معافیتي سیستم د مبارزې په نتیجه کي رامنځته سوي سخت التهاب باندي اخته کیږي. په ځینو انسانانو کي د التهابونو دغه غبرګونونه دومره قوي وي چي د سږو د خرابیدو سبب کیږي.

کووید-۱۹ همدارنګه پر زړه باندي هم سخت فشار راولي. د هاوارد د پوهنتون کارپوهان وايی چي د کرونا د ویروس په نتیجه کي رامنځته سوی التهاب د زړه د فعالیت د کمزوره کیدو او د ویني د لخته کیدو خطر رامنځ ته کوي. په نیویارک کي د لنوکس هیل په روغتون کې ډاکتر لن هوروویتز، وایی چي «ځینې هغه کسان چي د کووید-۱۹ ناروغۍ له یوې سختي دورې تیر سوي، ښایی د زړه او اعصابو په بیلابیلو ناروغیو اخته سي.»

سربیره پر دې د کرونا ویروس په مستقیم ډول پر پښتورګو حمله کوي. څیړنو ښودلې چي دغه ویروس د بدن پر حجرو باندي د ACE2 په نامه

 یوې اخیستونکي سره د تماس له لاري، بدن ته ننوزي. ACE2 نه یوازي د زړه او سږو بلکه د پښتورګو په حجرو کي هم پیدا کیږي.

د جان هاپکینز د پوهنتون کارپوهان پر دې هم ټینګار کوي چي په بستر کي استراحت کولای سي، د بدن له پاره جدي عواقب ولري او د عضلاتو او هډوکو د کمزوري کیدو سبب سي. د روغتیایی کارپوهانو په حواله، که څه هم په کووید-۱۹ باندي اخته زیاتره ناروغان بیرته جوړیږي، خو له دې کبله چي د نوموړي ناروغۍ ماهیت او اوږدمهاله زیانونه لا تر اوسه معلوم سوي نه دي، نو ښه به دا وي چي د هغه د مخنیوي د تدابیرو په مراعاتولو سره، سړی پرې هیڅ اخته نه سي.