کومې مصالې روغتيا ته گټه لري؟
مصالې نه يوازې زموږ د خوړو خوند ور برابروي بلکې ځينې یې روغتيا ته گټه هم لري. له دغو څخه یې له ډېرو سره موږ آشنا يو او په خپل پخلنځي کې یې لرو. نور معلومات د انځورونو په دې ګالرۍ کې لوستلی شئ.
هوږه لوړ فشار ټيټوي
هوږه له ډېر پخوا راهيسې روغتيا ته گټوره بلل کيږي. ځينې يې د دې د قوي بویې له وجې نه خوښوي خو همدا بوی پيدا کوونکی مواد هغه څه دي چې پر بدن ښې اغیزې لري. د هوږې کارول، په عين وخت کې د وينې فشار د لوړيدو او ترومبوز (په رگونو کې د وينې د غوټه کيدو) مخه نيسي.
دارچيني د متابولیزیم ګړندی کولو کې مرسته کوي
ويل کيږي چې په دارچيني کې داسې مواد شته چې ميتابولیزم چټکوي. خو يوه ستونزه شته:چې يو ډول دارچيني د نورو په پرتله د کومارين په نوم مواد زيات لري چې هغه په ځينو ډېرو حساسو انسانانو کې ځيگر ته زيان رسولی شي.
زعفران د رواني آرام له پاره
څوک چې دغه ډيره گران بيه مساله پر ځان لوروي، هغه ته ترې يو څو روغتيایي گټې هم رسيږي. څېړنو ښوولی ده چې زغفران پر روان ښې اغیزې لري او د ژور خفگان مريضانو سره مرسته کولی شي. يوازې د زعفرانو بویې د «پي ايم اس» سندرم يا په ښځو کې په مياشنې عادت پورې د تړلو رواني او جسمي علايمو په کمولو کې مرسته کوي.
کورکمن، د هر مرض علاج
کورکمن يا زرچوبه روغتيا ته گټوردرې خصوصيات لري: دا په وينه کې د کولسترول يا غوړو کچه ټيټوي، انتي اکسیداني اغیز لري او د التهاب د مخینوي په برخه کې مرسته کوي. سربيره پر دې ويل کيږي چې د سرطان مخنيوی په برخه کې هم ګټه کوي. همدا راز ويل کيږي چې کورکمن په مغزو کې د زړښت له کبله د رامنځته شويو بدلونو مخه نيسي نو کيدای شي چې د الزهايمر يا د حافظې د لاسه ورکولو ناروغۍ خطر هم کم کړي.
سونډ يا ادرک د التهاب مخه نيسي
که د سونډ يا ادرک پر مزه خبرې وکړو نو په اړه یې د نظر ډېر اختلاف موجود دی. خو د زکام د مخنيوي په برخه کې له ښه تاثيره يي هيڅوک هم سترگې نه شي پټولی. په چينايي او آیورودا طبابت کې ادرک له اوږدې مودې راهيسې د التهاب ضد درملو په توگه کارول کيږي د مثال په توگه د روماتیزم پر وخت. سونډ يا ادرک داسې تېل او نور مواد لري چې درد آراموي.
د بادیان مختلف ډولونه، د خېټې درد درمل
که څه هم چې باديان او دا په انځور کې ښوول شوي انیسون په بوتانيکي توگه ډېر ورته والی نه لري خو د دواړو د تېلو ترکيب ډېر سره نزدی دی. باديان په تيره بيا د خيټې د درد او د هاضمې د نورو ستونزو پر وخت ښه تاثير لري. د باديانو د دغه دواړو ډولونو په هکله ويل کيږي چې د التهاب مخه هم نيسي.
اویشن يا ازربه د ټوخي علاج
اوشين، ازربه چې په عربي کې ورته زعتر وایي تر ۲۰۰ زيات ډولونه لري. علمي نوم يي تیمس دی. دا بوټې شين او وچ دواړه ډول په ديگ کې کارول کيږي. په عربي، فرانسوي او ايتالوي خوړو کې ډېر کاريږي. په دې بوټې کې موجود يو ډول اسيد په وينه کې د غوړو مقدار کم ساتي. پر دې سربيره دا بوټی په دودیز ډول د زکام پر ضد يو ښه درمل او د ټوخي ښه علاج بلل کيږي.