1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کوم خواړه تاسي خوشحاله ساتي؟

۱۳۹۸ دی ۱۹, پنجشنبه

په لندن کي د کينگ کالج کارپوهانو اعلان کړی دی چي د بيلابيلو خوړو نمونې د ماغزو پر هيپوکامپ يا حافظې برخي باندي د اغيزي له لاري، د انسانانو پر روحي او رواني حالاتو باندي اغېز کوي.

https://p.dw.com/p/3Vx2j
Low Carb Gericht
انځور: Imago/S. Gudath

د »مديکال نيوز تودي« د رپوټ له مخي هيپوکامپ د مغز هغه برخه ده چي نوي عصبي حجرې جوړوي. پلټني ښيي چي همدغه نوې عصبي حجرې د انسانانو له روحي حالاتو سره اړيکي لري، دا په دې معني چي هغوی ستريس راکموي او د هغه پرضد دارو درمل بيا هغه  پياوړي کوي.

همدارنگه په پاخه سن کي د غوړو خوراکونو او له حده زياته شيرينيو خوړول او له اندازې زيات د الکولو څښل، هم پر دغو حجرو باندي منفي اغيز درلودای سي.

د پلټونکو په حواله، د مديترانه يي غذايي رژيم له لاري سړی کولای سي ژور خپگان راکم کړي چي دا کار په ماغزو کي د سروتونين د توليد د زياتوالي سبب کيږي او په دې ډول انسان د خوشحالۍ احساس کوي.

په مديترانه يي رژيم کي خلک يوازي ميوې، ترکارۍ، حبوبات، اوسپنه لرونکي خواړه، ويټامين ډي، د زيتون غوړي او وچه ميوه خوري.

خو له سره کړو خوراکونو ، خوږو شيانو له خوړلو او الکولو له څښلو څخه بايد ډډه وسي. هغه کسان چي له دغه ډول رژيم څخه استفاده کوي بايد د غوښو خوړل هم راکم کړي.

د بدن د کالوري د مصرفولو اغيز هم د خپگان په راکمولو کي ثابت سوي دي. خو ددغو کالوريو د مصرف کمول بايد د ډاکټر د مشورې سره سم تر سره سي. په شپږو مياشتو کي د بدن د کالوري ۲۵ سلنه راکمول،  ژورخپگان راکموي، خو دغه کالوري بايد د ډير وخت له پاره راکمه نه سي، دا ځکه چي په ماغزو کي نورونونو ته زيان رسوي.

کارپوهان ټينگار کوي چي که څه هم يو سالم غذايي رژيم د رواني حالت ښه کولو ته گټه رسوي، خو د ژور خپگان د دوام په صورت کي بايد رواني ډاکټر ته مراجعه وسي.

د منظمې ځغاستې په نتيجه کي، د يوه انسان زړه څلور کاله ځوانيږي

د لندن د کالج او د بريتانيا د صحي خدماتو د ملي سازمان پلټونکي وايي چي دوه ځله اوږده ځغاسته، حتي د پاخه عمر درلودونکو کسانو زړه هم څلور کاله ځوانوي. د »سَن« په نامه بريتانيايي رسنۍ د رپوټ او ددغو پلټونکو د مطالعاتو د نتايجو له مخي، دوه واره ځغاسته د زړه د شريانونو بنديدل ځنډوي او د ويني د فشار د کميدو سبب کيږي.

د دغو پلټنو مشره پروفيسره شارلوت مانيسي وايي چي د شريانونو بنديدل د عمر په زياتيدو سره يو طبيعي عمل دی، خو د اوږدې ځغاستې يا مراتون په نتيجه کي زړه لا ډيره وينه کوچنيو رگونو ته پمپوي او په رگونو کي د ويني جريان لا ښه کوي.

د هغې په خبره دا کار د آرام خوب کولو سره هم مرسته کوي، همدارنگه کلسترول راکموي، د ويني قند ثابت پاته کوي او د زړه له حملې څخه ۵۰ سلنه مخنيوی کوي.

پروفيسره مانيستي زياتوي چي نور ورزشونه لکه لامبو او بايسکل چلول هم کولای سي د اوږدې ځغاستي په ډول مثبتي اغيزې ولري او د زړه د رگونو د قوت د ښه کيدو سبب سي.

خو هغه سپارښتنه کوي چي د ځغاستي تمرين بايد په اول سر کي په کراره کراره پيل سي او وروسته په تدريج ډول تيز سي. د عضلاتو، بندونو او هډوکو دردونو ته پام وکړي، دا ځکه چي دا کار ښايي د زخمي کيدو نښې وي. که د ستړيا احساس کوي نو بايد په آزاده هوا کي له ورزش څخه ډډه وکړی. د سپورت پر وخت بايد ډيري اوبه هم وڅښئ!

بدن په گازدارو اوبو مه ډکوئ

ډير کسان چي ساده اوبه يي نه خوښيږي، نو د گازلرونکو او يا طعم لرونکو اوبو په لټه کي وي. د ( (Conversationخبري بڼسټ په حواله، گازداره يا سوډا لرونکي اوبه، داسي څښاک دی چي د کاربن دای اکسايد په ورداخليدو سره جوړيږي او د اسيدي موادو درلودونکي دي. د دغه ډول اوبو څښل، بدن ته کوم بدلون نه ورکوي، خو ښايي غاښونو ته تاوان ورسوي.

د زياترو کسانو د گومان برعکس گازلرونکي اوبه اشتها نه راکموي، دغه ډول اوبه که څه هم معده ډکوي، خو د عادي اوبو په پرتله په معده کي د ډير وخت له پاره نه پاتيږي.

د بريتانيا د صحي خدماتو ملي سازمان سپارښتنه کوي چي د اوبو څښل د تندي ماتولو له پاره په هر وخت کي گټه لري، دا ځکه چي کالوري نه لري، او د داسي اسيدونو او قند درولدونکي نه دي چي غاښونو ته تاوان ورسوي.

يوازنی ښه والي چي گازي اوبه د نورو څښاکو په پرتله لري، هغه دادي چي کالوري نه لري او د چاغښت سبب نه کيږي. په هر حال په دوامداره ډول د گازي اوبو د څښلو سپارښتنه نه کيږي.

far.Gp/nz