1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کولمبو: قهرجن اعتراض کونکي د ولسمشر کور او دفتر ته داخل شوي

۱۴۰۱ تیر ۱۸, شنبه

په زرونو سریلانکایانو د شنبې په ورځ په پلازمينه کولمبو کې په مظاهرو لاس پورې او په زور د ولسمشر رسمي هستوګنځي او د هغه دفتر ته داخل شول. دوی د وروستي سخت اقتصادي بحران له وجې، د ولسمشر، ګوتابایا راجاپاکسا استعفا غواړي.

https://p.dw.com/p/4Dtlx
Sri Lanka | Proteste im Präsidentenpalast gegen die Regierung
انځور: Dinuka Liyanawatte/REUTERS

اسوشتید پریس له کولمبو د يوه ځايي تلويزیون چینل له خولې ليکي چې د شنبې په ورځ دغه مظاهرې په سريلانکا کې د وروستي رامنځ ته شوي سخت ملي اقتصادي بحران پر ضد شوي دي. رپوټ زیاتوي چې قهرجن مظاهره کونکي په زور د ولسمشر رسمي هستوګنځای ته داخل شوي دي.

روښانه نه ده چې ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا په ودانۍ کې وو او که نه، خو په موبایل یوې اخیستل شوې ويډيو کې ښکاري چې په ډير لوی شمیر کې خلک د ولسمشر په کور کې دننه او باندې حضور لري.

د حکومت یو ویاند، موهانا سامارانایک وويل چې هغه د ولسمشر راجاپاکسا په اړه معلومات نه لري چې له کوره کوم لور ته وتلی دی.

د ولسمشر ضد شعارونه

د سریلانکا په تلویزیون کې يوه بله خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې همدارنګه په سلونو نور اعتراض کونکي په داسې حال کې چې ملي بیرغونه هم له ځانه سره لري د ولسمشر د دفتر ساختمان ته داخل شوي دي.

د سریلنکا اقتصادي کړکیچ؛ د تیلو زیرمې په خلاصیدو دي

Sri Lanka | Proteste vor dem Amtssitz des Präsidenten
د سریلانکا د ولسمشر دفتر مخې ته راټول شوی مظاهره چیانانځور: Thilina Kaluthotage/AP/picture alliance

اعتراض کونکي ولسمشر، راجاپاکسا د سریلانکا په اوسني بد اقتصادي بحران کې پړ ګڼي. دوی په تيرو درو میاشتو کې د ولسمشرۍ دفتر ورودي لار باندې قبضه کړې وه او د ولسمشر د استعفا غوښتنه کوي.

پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شوو ويډيو ګانو کې په سلونو اعتراض کونکي ښکاري چې د ولسمشر د دفتر پر لور منډې وهي او د ولسمشر خلاف شعارونه ورکوي. دوی په شعارونو کې د ولسمشر نوم بشپړ نه اخلي او وايي «ګوتا کور ته لاړ» شه. د ولسمشر له دفتر څخه بهر درول شوې امنيتي موانع هم له مخې لرې کړل شوي دي.

په لسونو کسان ټپیان شوي

د ولسمشر د دفتر ساتونکو هڅه کوله تر څو له موانعو څخه د راوښتو اعتراضو کونکو مخه ونیسي او هغوی پرېنږدي چې د پارلمان ودانۍ ته چې اوس په کې د ولسمشر دفتر دی داخل شي. خو ساتونکي بریالي نشول چې د هغوی مخه ونيسی.

د کولمبو په ملي روغتون کې یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط رسنیو ته وويل چې د ولسمشر دفتر ته د دننه کیدو په اخ و ډب کې لږ تر لږه ۳۴ کسان او دوه پولیس ټپیان شوي دي. هغه وویل د دوو ټپيانو روغتيايي وضعیت نازک دی او نور یې سطحي ټپیان شوي دي.

په سريلانکا کې تر احتجاجونو وروسته کابینې استعفی ورکړې

رپوټ زیاتوي، وروسته له هغې چې پولیسو د شپې له خوا ګرځبنديز لغوه کړ، د شنبې په ورځ له کلیو او اطرافو څخه په زرونو اعتراض کونکي د سريلانکا پلازمینې کولمبو ښار ته دننه شول.

Sri Lanka I Wirtschaftskrise - Inflation springt auf über 50%
په سریلانکا د تيلو کمښتانځور: AFP/Getty Images

د سریلانکا اقتصاد سقوط کړی

په سریلانکا کې د اعتراضونو لامل په دغه هیواد کې رامنځ ته شوی وروستی سخت اقتصادي بحران دی. د سریلنکا صدراعظم، رانیل ویکرماسینګ، تیره میاشت اعلان وکړ چې د هیواد اقتصاد ېې سقوط کړی دی. 

د سریلنکا د اقتصاد وزیر، د جولای میاشتې ۳یمه نیټه ويلي ول چې د هیواد د نفتو زیرمې یې مخ په خلاصیدو دي چې له کبله یې د جنوبي آسیا په دغه هیواد کې د تیلو د ټانکونو مخې ته د موټرو اوږده کتارونه ولاړ وو. هغه وخت ویل شوي ول چې د تیلو په اکثرو ټانکونو کې تیل مخ په خلاصیدو دي چې له کبله یې عامه ترانسپورټ هم د بشپړ توقف له ګواښ سره مخامخ دی.

په سریلنکا کې د بهرنیو اسعارو کمښت د دې سبب شوي چې دغه هیواد خپل اساسي واردات هم ترلاسه نه کړي چې له کبله یې د ۲۲ میلیونه نفوس لرونکی دغه هیواد له خراب اقتصادي کړکیچ سره لاس او ګریوان دی. سربیره پر دې، په دغه هیواد کې اوسمهال د پیسو پړسوب هم خپلې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی او د بریښنا کمښت د دغه هیواد اوسیدونکي له ستونزو او کړاونو سره مخامخ کړي دي.

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.