1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندوز: د طالبانو په بريدونو کي لږ تر لږه ۲۰ عسکر وژل سوي دي

۱۳۹۹ دی ۳۰, سه‌شنبه

د افغانستان په شمالي ولايت کندوز کي د طالبانو وسله والو بريدونو لږ تر لږه ۲۰ عسکر وژل دي.

https://p.dw.com/p/3o7Lg
Afghanistan Angriff der Taliban in Kundus
آرشيف انځورانځور: Getty Images/AFP/B.-K. Safi

د کندوز امنيه قومندان، يوسف ايوبي د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ ۱۹مه) وويل چي وسله والو طالبانو د شپې له خوا وسله وال بريدونه وکړل. د نوموړي په وينا د ولايتي مرکز تر څنګ په دشت ارچي کي پر امنيتي پوستو حمله وسوه.

د آلمان خبري آژانس د امنيه قومندان په حواله په خپل خبر کي ليکلي دي چي په يادو بريدونو کي لږ تر لږه ۲۰ عسکر وژل سوي دي. زياته سوې چي ۷ انسانان ژوبل سوي هم دي.

د افغانستان د دفاع وزارت او وسله والو طالبانو لا تر اوسه پر دغه موضوع تبصره نه ده کړې.

له يادو بريدونو څخه مخکي شپه کي په ګاونډي ولايت بغلان کي هم د امنيتي چارواکو پر پوستو بريدونه سوي ول چي پکښي لږ تر لږه ۱۰ امنيتي کسان ووژل سول.

په کندوز او بغلان ولايتونو کي زيات وختونه امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو تر بريدونو لاندي راځي. په دغو ولايتونو کي يو تعداد سيمي د طالبانو تر کنټرول لاندي دي.

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د مذاکراتي ډلو تر منځ د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر له نيمايي څخه په دوحه کي خبري اتري پېل سوي دي. طالبان تر اوسه لا اوربند کولو ته چمتو نه دي. د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په آخره کي امريکا متحده ايالاتو د وسله والو طالبانو سره يو تفاهم لاسليک کړ. په دغه تفاهم کي راغلي چي امريکايي ځواکونه به له افغانستان څخه وځي. د ولسمشر ترمپ د دورۍ په وروستيو ورځو کي په افغانستان کي د امريکايي عسکرو شمير ۲۵۰۰ ته راټيټ کړل سوی دی. له ۲۰۰۱ کال راهيسي دا په افغانستان کي د امريکايي عسکرو تر ټولو کم شمير دی.

وسله وال طالبان غواړي چي بېرته په واک کي شريک سي. دغې ډلې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کالونو تر منځ د افغانستان پر لويه برخه خپله واکمني چلوله. د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱مه نېټه په امريکا کي د ترهګرو بريدونو وروسته د طالبانو رژيم رانسکور کړل سو.

آ./ا.ا./ش.ن.