1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهاري زده کوونکي څرنګه د ساینس د سرو زرو مډال وګاټه؟

۱۳۹۸ خرداد ۱۳, دوشنبه

د روان کال د مې میاشتې له ۱۹مې څخه تر ۲۵مې پورې په هندوستان کې د ریاضي، فزیک، بیولوژي او کیمیا په برخه کې د ۱۲ هیوادونو ترمنځ سیالۍ وشوې چې افغانستان په کې د عمومي ساينس په برخه کې د سرو زرو مډال وګاټه.

https://p.dw.com/p/3Jiiz
Schüler aus Afghanistan

دغه سیالۍ د هندوستان هیواد د نويدا ايالت په امیټي پوهنتون کې د ساینسي مضامینو په برخه کې ترسره شوې چې په کي د افغانستان، هندوستان، بنګله دېش، نېپال، متحده عربي اماراتو، ترکیې، تاجیکستان، ازبکستان او ارمنیستان له ۱۲ هیوادونو څخه څه نا څه ۲۷۰ تنو زده کوونکو ګډون کړی وو.

Schüler aus Afghanistan
له کندهار څخه د سیالیو ګډونوالو درې مډالونه ګټلي دي.

په دغو سیالو کي د کندهار ولایت د وزیر محمد ګل لیسې د درو تنو زده کوونکو له ډلې څخه مصطفی عمر صدیق، د عمومي ساینس په برخه کي د سرو زرو مډال وګاټه. هغه وایي چې غواړي په راتلونکي کي د اقتصاد پوهنځی ووایی: «زه له خپلو استادانو، مور او پلار څخه ډېرراضي یم چي تشویق یې کړم او موقع یې را ته مساعده کړه چې په نړيوالو سیالیو کي د سرو زرو د مډال خاوند شم.»

د نهم ټولګي دغه زده کوونکي زیاتوي: «دا زما په ژوند کي نه هیرېدونکې خاطره ده.»

عمران صدیق بیا یو بل د وزیرګل محمد خان لیسې د اووم ټولګی زده کوونکی دی. نوموړی په خپل ټولګي کې اول نومره دی. ده هم په عمومي ساینس مضامینو کي آزموینه ورکړې او د سپینو زرو مډال يې ګټلی دی. د اووم ټولګی دغه اول نومره زده کوونکی غواړي، چي په راتلونکي کي فضا نورد سي.

هغه وایي: «هغه وخت چي يې زما نوم په بریالیو کسانو کي یاد کړ او سټېج ته يې ور وغوښتم، ما د افغانستان بیرغ پر اوږو اچولی وو. دا زما له پاره یوه لویه خوشحالي وه، ځکه ما تر اوسه په نړيوالو علمي سیالیو کي ګډون نه ؤ کړی.»

هغه زیاتوي: «ټول حیران وو چي یو کوچنی افغان څرنګه کولای سي چي د سپینو زرو مډال وګټي.»

محمد شریف مومند بیا د همدې لیسې د لسم ټولګي زده کوونکی دی. نوموړي په ریاضي مضمون کي د سپین زرو مډال ګټلی او په دې نړېوالو سیالیو کي يې دوهم مقام خپل کړی دی. محمد شریف وايي چې په درسونو کي يې کورنۍ ډېر هڅوي او ښوونکي يې ډېر زیار ورسره کاږي. هغه غواړي په ریاضي کې خپلو زده کړو ته دوام وکړي: «زما لویه هیله دا ده چي افغان ځوانان لا هم زده کړو ته مخ کړي ځکه چي نور په نړۍ کي سیالۍ د علم رواني دي.»

Schüler aus Afghanistan
درې واړه مډال ګټونکي د راتلونکې له پاره لویې هیلې او پلانونه لري.

په لومړي وار ګډون کي لویه بریا

محمد یونس نصرت، په کندهار کي د وزیر ګل محمد مومند لیسې مدیر دی. نصرت وايي چې دا لومړی وار دی چي زده کوونکي يې په نړېوالو سیالیو کی برخه اخلي او که وختي خبر سوی وای، نور ځوان زده کوونکي به يې هم دغو سیالیو ته استولي وای: «زموږ سره په لیسه کي نور تکړه زده کوونکي هم سته چي راتلونکو نورو سیالیو ته یې واستوو.»

د کندهار د پوهني، کندهار پوهنتون او کندهار دارالمعلمین مخکنی رييس او استاد حیات الله رفیقي، وايي دغسي بریالیتوبونه پر نورو زده کوونکو هم ښه اغیز کوي او په کار ده چي دغه لړۍ همداسي روانه وساتله سي: «په ښوونه او روزنه کي تشویق اساس دی او دغه سیالۍ لوی تشویق دی. باید افغان زده کوونکي نورو نړيوالو سیالیو ته هم ولیږل سي.»

ابراهیم سپیڅلی/ کندهار