1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

کندهار ـ دويمه ښځینه پولیسه ناڅرګندو وسله والو ووژله

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۵, دوشنبه

د دوشنبې په سهار د کندهار په ۱۳مه امنيتي حوزه کي يوه ښځينه پوليسه د وسله والو له خوا په ډزو ووژله سوه. په يوه مياشت کي دا دويمه ښځينه پوليسه ده چي وژله کيږي.

https://p.dw.com/p/3bjmm
Afghanistan Polizistin in Herat 26.02.2014
انځور: AFP/Getty Images/ Aref Karimi

د کندهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل جمالناصر بارکزي دویچه ویله ته وویل، نن سهار د ۱۳مي امنیتي حوزې ښځینه پولیسه ( خیرالنساء) دندي ته روانه وه، چي ناڅرګندو موټرسایکل سپرو (شهیدانو چوک) ته نژدې په مرمیو وویشتله چي ځای پر ځای ووژله سوه: « دا زموږ یوه ښځینه پولیسه وه، چي ۳۵ کاله یې عمر درلود او له تیر یوکال راهیسي يې په ۱۳مه امنیتي حوزه کي له خپلو نارینه پولیسو وروڼو سره د خدمت خدمت ته کمربند ترملا تړلی و، چی نن سهار په کندهارښار کي نامعلومو وسله والو په ‌ډزو ووژله.»

له تیري یوې میاشتي راهیسي دا دوهمه ښځینه پولیسه ده، چي په کندهارښارکي د نامعلومو وسله والو لخوا په مرمیو ویشتل کیږي او برید کوونکي له سیمي تښتي.

د پيښي د مسؤلیت په اړه هم تراوسه چا یا کومي ډلي څه نه دي ویلي.

عام کندهاریان له امنیتي څانګو د ټینګ امنیت غوښتنه کوي او وايي، څنګه کیدلای سي، چي د کندهارښار په زړه کي دي ناڅرګند وسله وال یوه ښځینه پولیسه په ډزو ووژني او دوی دي له سیمي روغ ووځي، په داسي حال کي، چي د پيښي د سیمي په څو مترۍ کي هري خواته پولیس د تلاښۍ لپاره ولاړ دي.

کندهاریان پر وسله والو هم ږغ کوي، چي که نور نه وي د کرونا ناروغۍ د قرنطین او د روژې د مبارکي میاشتي په مناسبت له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي اود غم کمبله ټوله سي.

سید امان الله کاسب د کندهارښار یو اوسېدونکی همدغه خبره کوي او زیاتوي: « زه خپله حیران یم، چي په سپينه ورځ د پولیسو په منځ او ډک بازار کي څنګه یوڅوک په ځانګړي ډول ښځینه پولیسه ویشتل کیږي او قاتلان سلامت تښتي؟ چي پولیس خپل ځان او ملګري نه سي ساتلای ،نو خدای دي زموږ مل سي. »

د کندهارد پولیسو مطبوعاتي ویاند جمالناصر بارکزی د خلکو اندېښنه پرځای ګڼي او وايي، د حمله کوونکو د نیولو هڅي يې شروع کړي، مګر تراوسه يې په دې تور څوک نه دي نیولي.

محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار