کندهار: د ټاکنو پر مرکز برید ۱۵ تنه ټپیان کړي
۱۳۹۸ مهر ۶, شنبهنن د شنبې په ورځ (د سپتمبر میاشتې په ۲۸ مه نیته) په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د رایې اچونې بهیر تر شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې پیل شو. خو د کندهار ځايي چارواکو بیا په دې ولایت کې د رایې اچونې پر یوه مرکز باندې د بمي برید خبر ورکړی دی. د کندهار ولایت د ځايي چارواکو په حواله په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه ټپیان شوي دي. چارواکو ویلي چې ټپیان د درملنې له پاره ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي. تر اوسه پورې د دغې چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو وسلوالو طالبانو له وړاندې نه دغه ټاکنې رد کړي دي او د ټاکنو په ورځ یې د بریدونو ګواښونه کړي وو.
د کندهار ولایت د ولایتي روغتون مشر نعمت الله د فرانسې خبري آژانس ته د یادې چاودنې په هکله وویل: «د کندهار په ښار کې د رایې اچونې مرکز ته څیرمه یوه چاودنه شوې او په دې پیښه کې ۱۵ تنه چې ټول نارینه دي ټپیان شوي دي.» نوموړي زیاته کړې چې ټپیان روغتون ته د درملنې له پاره انتقال شوي دي.
په عین حال کې امنیتي بنسټونو په افغانستان کې ۷۲ زره امنیتي او دفاعي ځواکونه د جمهوري ریاست د ټاکنو د امنیت ساتلو له پاره ګومارلي دي.
په غزني ولایت کې هم د ټاکنو په ورځ د راکټي بریدونو خبر ورکول کیږي. په غزني کې د دویچه ویله آلمان غږ د ځايي خبریال په حواله شاوخوا ۸ نیمې بجو د غزني ولایت پر مرکز غزني ښار باندې پنځه راکټونه توغول شوي دي او زیاتوي چې تر اوسه پورې یې هدف معلوم نه دی. د معلوماتو له مخې په دغه پیښه کې چاته زیان نه دی اوښتی.
غزني کابل ته څیرمه یو له نا امنه ولایتونو څخه شمیرل کیږي چې وخت نا وخت ورڅخه د طالبانو او حکومتي ځواکونو د جګړو رپوټونه ورکول کیږي. دا په داسې حال کې چې تر ټاکنو وړاندې، امنیتي ځواکونو په دې ولایت کې د ټاکنو د امنیت د ټینګښت له پاره پراخ پوځي عملیات هم ترسره کړي وو.