کندهار: حکومتي ځواکونو د لسګونو طالبانو د وژلو ادعا وکړه
۱۳۹۹ آذر ۲۳, یکشنبهطالبانو د کندهار په پنځو ولسواليو کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي چې افغان ځواکونو يې په درنو هوايي او ځمکنيو بريدونو ځواب ورکړی دی. دغه خبره د دفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې ده.
د ياد وزارت په وينا «امنيتي ځواکونو دغه بريد په شا تمبولی، ۵۱ تروريستان يې وژلي او نهه تنه يې ژوبل کړي دي»، خو په ورته وخت کې يې خپلو ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي او له جزئياتو څخه يې ډډه کړې.
دغه درنه جګړه د شپې له خوا څو ساعته روانه وه چې د ډزو تر څنګ سختې بمبارۍ هم پکې هم وشوې. دغه خبره د فرانسې د خبري اژانس یوه خبريال له کندهار څخه کړې ده. طالبانو ورسره د تماس نيول کېدو سربېره هم سملاسي څه نه دي ويلياو خپل نظر يې نه دی څرګند کړی.
د کندهار دغه تازه نښتې په داسې حال کې کيږي چې طالبانو په سپتمبر میاشت کې په هلمند ولايت کې هم ورته بريدونه پيل کړي ول چې له کبله يې په لسګونو زره ځايي اوسېدونکي تښتېدلي ول.
په تازه تاوتريخوالي کې زياتوالی پر داسې مهال ليدل کيږي چې طالبان او افغان حکومت په دوحه کې د سولې خبرې اترې کوي چې د يو څو اوونيو له پاره اوس ځنډول شوي دي.
آ./ن.ص./ا.ا.