1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندز هم د طالبانو لاس ته ولوېد

۱۴۰۰ مرداد ۱۷, یکشنبه

کندز هم د وسله والو طالبانو له خوا ونيول شو. د فرانسې خبري اژانس په حواله »کندز سقوط کړی او طالبانو ټولې مهمې ودانۍ تر خپل کنترول لاندې راوستلي دي.«

https://p.dw.com/p/3yhhP
Kunduz Afghanistan Taliban Flagge
د کندز چوک - د آرشيف انځورانځور: Getty Images/AFP

د کندز ښار د اوونۍ راهيسې محاصره شوی وو. د ۲۰۱۵ کال راهيسې هغه درې ځله د طالبانو لاس ته لوېدلی وو. کندز دريم ولايتي مرکز دی چې د ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې طالبانو ونيولی شو. د آلمان پوځ هم تقريبا يوه لسيزه په کندز کې مستقر وو. د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۳ کلونو په ترڅ کې آلماني عسکرو د کندز د اډې څخه د افغانستان په شمال کې امنيت تامين کړی وو. افغان امنيتي ځواکونه د نړيوالو ځواکونو د وتلو راهيسې په ډېرو جبهو کې د طالبانو پر ضد جنګيږي. طالبانو ډېرې اطرافي سيمې نيولې دي او اوس يې پر ښاري مرکزونو باندې هم فشار ډېر کړی دی.