1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

د استرالیا د کريکټ ټيم تر ۲۴ کلونو وروسته پاکستان ته تللی

۱۴۰۰ اسفند ۸, یکشنبه

د استراليا د کريکټ ټيم د يکشنبې په ورځ پلازمينې اسلام آباد ته ورسید. دا تر ۲۴ کلونو وروسته لومړی ځل دی چې استرالیايي ټيم پاکستان ته ځي. بل لوري ته راشد خان د پاکستان د سوپر لیګ په پايلوبه کې د نه ګډون خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/47fKh
ICC Cricket World Cup | Australien vs. Pakistan
د آرشیف انځورانځور: picture-alliance/empics/D. Davies

د آلمان خبري آژانس په حواله، د پاکستان کريکټ بورډ (PCB) او په زرونو خلکو د استراليا د کریکټ ټيم څخه هرکلی کړی. په ټويټر کې هم د خلکو د کريکټ د مينه والو له خوا د PAKvAUS هيشتک په لاره اچول شوی دی.

پاکستان د استراليايي ټیم د رسيدلو په مناسبت لوړ امنيتي تدابیر نیولي وو، چې په کې د پوځ او د پوځي چورلکو استخدام هم شامل وو.

استرالیا به د دغه سفر په جریان کې چې د اپريل په ۵مه پای ته رسيږي، پاکستان سره د پنځه ورځنیو یا ټیست، یوه ورځنۍ نړيوالې سيالۍ او يوه شل اوريزه سيالي ترسره کړي.

بل خوا د افغانستان د وتلي توپ اچونکي راشد خان ويلي دي چې دا به ښه وه چې د پاکستان د سوپر لیګ سیالو په فاینل کې ېې د لاهور قلندر لوبې ترڅنګ لوبه کړې وای. خو راشد خان پر خپل ټويټر ليکلي چې نه شي کولی په دغه سیالۍ کې ګډون وکړي.

Cricket 2017 Hero CPL Rashid Khan
راشد خانانځور: Getty Images/CPL T20/R. Brooks

هغه په دې اړه پر خپل ټويټر ليکلي دي: «زه نه شم کولی چې د فاینل له پاره دا د ملي وظیفې په دليل کوم چې تل یو لومړيتوب وي، ترسره کړم.» راشد خان اوسمهال په بنګله دیش کې دی او د ملي لوبډلې سره یوځای له بنګله دیش سره سیالۍ لري.

هغه د پاکستان تجارتي سیالۍ په نیمايي کې پریښې وې او بنګله دیش ته له ملي لوبډلې سره یو ځای ولاړ.

راشد خان په دغه ټويټ کې خپل کپټان شاهين افریدي او ټیم ته د بریا هیلې کړې دي. د راشد خان له دغې پريکړې پر ټولنیزو رسنيو هم ډيرې تبصرې شوي دي. افغانانو يې د هیوادپالنې ستاينه کړې.

افغان ژورنالیست ایمل پسرلي تيره ورځ پر فیسبوک ليکلي چې پاکستاني رسنیو خبر خپور کړی دی چې «راشد خان به سبا د پاکستان د مخکښ شل اوريز لیګ په پایلوبه کې لوبيږي...راشد خان وايي دا خبر غلط دی.»

په پاکستان کې په ۲۰۰۹ کال پر سريلانکايي لوبغاړو برید وشو. تر هغه وروسته د ډيرو کلونو له پاره په دغه هیواد کې د کريکټ نړيوالې لوبې نه دي ترسره شوي. هغه وخت د سريلانکايي لوبغاړي په یوه بس موټر کې له خپل هوټل څخه لوبغالي ته په لاره ول چې د القاعده شبکې پورې د اړوندې وسلوالو له خوا تر برید لاندې راغلل.

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.