کروکر: ورستي بریدونه مذهبي جګړه نه شي لمسولای
۱۳۹۰ آذر ۱۹, شنبه
تیره اونۍ په کابل او مزارشریف کې دوه چاودنې وشوې. په دغو چاودنو کې شاوخوا ۶۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغه چاودنې په افغانستان کې د عاشورا د مراسمو د لمانځلو پر مهال وشوي. د پیښې وروسته په افغانستان کې د مذهبي جګړې د پیلیدو اندیښې رامنځ ته شوي.
په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر، راین کروکر، د شنبې په ورځ وویل چې که هر څوک د دغو بریدونو طراحان وې، هغوي د افغانانو ملاتړ د ځانه سره نه لري. هغه زیاته کړه دا چې مذهبې مشرانو پر افغانانو د آرامه پاتې کیدو غږ وکړ ښکاره کوي چې داسې پیښې په افغانستان کې مذهبي جګړه نه شي پیلولای.
د بریدونو پړه یوې پاکستانۍ ډلې پر غاړه واخیسته. تر دې وروسته بیا افغان ولسمشر وویل چې د پاکستان حکومت سره به په دې اړه جدي خبرې وکړي.
کروکر چې په پاکستان او عراق کې هم د متحده ایالاتو سفیر پاتې شوی وویل چې په رسمي توګه د لشکرې جنګوي لخوا د بریدونو تر سره کول نه شي تصدیقولای. هغه زیاته کړه چې لا تر اوسه داسې شواهد په لاس کې نه لري چې وښیې د حقاني شبکه دې د دغو بریدونو تر شا وي.
ستراتیژیک مشارکت:
متحده ایالات او افغانستان اوس د یوه داسې ستراتیژیک تړون پر سر د خبرو اترو په حال کې دي چې له مخې په یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان او امریکا اړیکي تعریف شي. د کروکر په خبره افغانستان او امریکا د سترتیژیک تړون په ډیرو مادو سره موافقې ته رسیدلي دي. د هغه په وینا د تړون د لاسلیکولو لپاره کومه خاصه نیټه نه ده ټاکل شوې.
افغانستان ته د متحده ایالاتو سفیر همدا راز ویلي چې د ۲۰۱۴ کال وروسته به هم په افغانستان ګې یو شمیر بهرني ځواکونه میشت وي چې دنده به یې د افغان امنیتي ځواکونو روزل وي.
اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش