کروکر: د وریښمو پر لار خبري کوو
۱۳۹۰ شهریور ۲۵, جمعهپه کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر د یوې خبري غونډي پر مهال وویل چې واشنګټن به د دغې پروژي پر سر په سلګونو ملیونه امریکایې ډالر ولګوي.
د وریښمو لار افغانستان ته چې دمګړۍ د ځینو ملکونو د سوداګریزو توکو په انحصاري مارکيټ بدل سوی له اقتصادي پلوه ډير اهمیت لري.
په کابل کې د امریکا سفیر، ریان کراکر، وایې د وریښمو د لار په پرانیستلو سره به افغانستان هر کال له دغه مدرکه په ملیاردونو ډالر تر لاسه کړي او همدا راز به په سلګونو زره افغانان د کار روزګار خاوندان سي. هغه زیاتوي:
«مونږ هڅه کوو چې له افغان دولت سره د وریښمو لاره بیا جوړه کړو چې په دې سره به د دولت عواید په بي ساري توګه لوړ سي، امریکا په دغه برخه کې له افغانستان سره 2.8 ملیارده ډالره مرسته کوي.»
د وریښمو د اقتصادي کانال د بیا پرانیستلو لپاره پر داسي مهال هڅي پیل کیږي چې ډیری افغانان د فقر تر کرښي لاندی ژوند کوي او د ډیریو ورځنی عاید تر یوه امریکایې ډالر هم لږ دی.
په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر وایې چې د وریښمو د لارې بیا پرانیستل یوه هغه اساسي موضوع ده چې د استامبول او بن په نړیوالو غونډو کې به له نړیوالو متحدینو سره پرې خبري وسي. دغه دوه غونډي یوه په بل پسي د روان کال تر پایه په ترکیه او آلمان کې جوړیدونکي دي.
د وریښمو تاریخي لاره چې یو مهال به پرې چینایې سوداګرو خپل مالونه منځنۍ اسیا، اروپا او نورو ملکونو ته وړل له کلونو کلونو راهیسې د سوداګریزو قافلو د تګ را تګ پر مخ تړل سوي ده .
کروکر وایې چې هیواد یې او د افغانستان دولت له دیپلوماتیکو لارو چارو هڅه کوي چې د افغانستان له ګاونډیانو سره په ګډه د وریښمو د قافلو د تګ را تګ لپاره دغه تاریخي سوداګري لاره بیا پرانیزي چې په دې کار سره به نه یوازي د افغانستان بلکې د سیمې د ملکونو د اقتصادي راکړي ورکړي اندازه د اوږدې مودې لپاره په بي ساري توګه لوړه سي.
د امریکا سفیر په داسي حال کې د وریښمو د اقتصادي لارې د بیا پرانیستلو لپاره د کابل له حکومت سره د مرستي خبري کوي چې د یو شمیر شنونکو پر وینا ځيني ګاونډي ملکونه د دغې لاري د پرانیستلو سره راضي نه ښکاري. ځکه هغوي غواړي چې افغانستان د خپل انحصاري سوداګریز مرکز په توګه په څنګ کې ولري.
دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش