1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرويشیا په رسمي ډول د یورو زون او شینګن تړون سره یوځای شو

۱۴۰۱ دی ۱۲, دوشنبه

د نوې میلادي کال له لومړۍ نېټې څخه، يورو په رسمي توګه د کرويشيا پولي واحد شو. څه موده وړاندې، یورو په کرويشیا کې د ملي اسعارو تر څنګ د اعتبار وړ وه. له شینګن تړون سره د بالکان د دې هیواد د یوځاې کیدو تود هرکلی شوی،

https://p.dw.com/p/4LeF0
آرشیف: په کڅوره کي د یورو پولي واحد د کرویشیا په ملي بانک کي
آرشیف: په کڅوره کي د یورو پولي واحد د کرویشیا په ملي بانک کي انځور: Sanjin Strukic/PIXSELL/picture alliance

 له شینګن تړون سره د بالکان د دې هیواد د یوځاې کیدو تود هرکلی شوی، خو اوسیدونکي ېې د یورو په اړه اندېښمن دي.

د نوي کال له پیل سره، یورو د کرويشیا پولي واحد شو، د کروشیا پرته د اروپايي اتحادیې ۱۹ نور غړي هیوادونه هم په یورو زون کې شامل شوي.

د اروپايي اتحادیې د پاتې اوو غړو هیوادونو څخه شپږو ېې ژمنه کړې کله چې دوی په یورو زون کې د شاملیدو وړ شي، د ملي پيسو ځای به يې یورو ونيسي.

ډنمارک د اروپايي اتحادیې یوازنی هیواد دی چې یورو زون ته د ننوتلو اجازه لري، خو د دې کار له پاره کوم تعهد نه لري.

د سیمې هيوادونو پولي سیاستونه د اروپا د مرکزي بانک له خواه او د غړو هېوادونو د مرکزي بانکونو د رئیسانو په حضور کې په یوه شورا کې ټاکل کېږي.

کرويشيا د شينګن ساحې برخه شوه، خو بلغاريا او رومانيا رد شول

تر دې مخکې په هیڅ هیواد کې د یورو معرفي کول د اوسني وضعیت په څیر د مهم اقتصادي تحولاتو سره مل نه وه، او ظاهرا د دې دلیل له پاره د کرويشيا ټول اوسیدونکي د دې مسئلې د مثبتو اغیزو په اړه بشپړ باور نه لري.

پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل د انرژۍ په رسولو کې خنډونه، سخت اقتصادي بحران، انفلاسیون او د خامو موادو او پرزجاتو د رسولو په برخه کې ګډوډۍ اروپا له بېلابېلو ننګونو سره مخ کړې ده.

د یورو په معرفي کولو سره د بیو د لوړیدو په اړه اندېښنه

په کرويشیا کې د انفلاسیون کچه په نومبر میاشت کې ۱۳سلنه اعلان شوه. خو په کرويشيا کي پر اوسېدونکو باندي د انفلاسيون فشار د کمښت له پاره هغه شان مرستي چي په آلمان کې دي، نشته.

په داسي هيوادونو لکه آلمان او اتریش کې د يورو پولي واحد منلو په لومړيو کلونو کي بيي لوړي شوې او کرويشيا اوسېدونکي اوس له دغه شان يوه حالت څخه اندېښنه لري.

که تر دې تيرو سو، کرويشیا چي تر څلور میلیونه اضافه نفوس نه لري، تر آلمان چې شاوخوا ۸۴ ميلیونه نفوس لري او د اروپایي اتحادیې تر ټولو لوی اقتصادي ځواک دی، په کمزوري حالت کې ده.

په کرويشیا کې منځنی خالص معاش زر یورو دی، او د ډېرو متقاعدینو معاش له ۲۰۰ تر ۳۰۰ یورو زیات نه دی. په ۲۰۲۱م کال کې په آلمان کې اوسط خالص معاش ۲۰۰۰ یورو وو.

په ورته وخت کې، په کرويشیا کې د یورو رسمي خپریدل ډېر مدافعین او ملاتړي لري، په ځانګړې توګه د ګرځندوی صنعت او اړوندو برخو کې فعالین.

د شینګن تړون ته د ننوتلو هرکلی

د شواهدو له مخې، د کرويشیا اوسیدونکو له پاره، په شینګن تړون کې شاملیدل د یورو د معرفي کولو په پرتله خورا مهم دي، ځکه چې دا کار د دې سیمې هیوادونو ته سفر اسانه کوي.

اوس مهال ۲۷ اروپايي هيوادونو شینګن تړون لاسلیک کړی دی چې د دې هیوادونو اوسیدونکي د شینګن په سیمه کې د سفر کولو له پاره ویزې ته اړتیا نه لري او که د يوه بل هيواد وګړی د دغو هيوادونو د يوه ويزه ولري ټولو ته د ننوتلو اجازه لري.

د کرويشيا او سلوا نيې د خپلواکۍ شلمه کاليزه

د کرویشیا د ګرځندوی صنعت په وروستیو کلونو کې د پراخیدو په حال کې دی. د تېر کال په ۱۱ میاشتو کې د کرويشیا په هوټلونو او استوګنځایونو کې د شاوخوا ۲۴ ميلیونه او ۵۰۰ شپې پاتې کېدل ثبت شوي، چې د ۲۰۱۹م کال او د کرونا ناروغۍ مخکې وخت په پرتله په دې شمیر کي د پام وړ زیاتوالی راغلی.

بله خوا په کرويشیا کې د رسمي اسعارو په توګه د یورو ناپیژندګلوي لویه ستونزه نه ښکاري ځکه په تیرو کلونو کې د ملي اسعارو ترڅنګ د اروپايي اسعارو کارول ډېر خلګ له دې سره آشنا کړي.

یورو زون ته رسمي ننوتل د کرويشیا صنعت او سوداګرۍ له پاره ډېري ګټې لري، ځکه دا سیمه په حقیقت کې یوه مالي او اقتصادي اتحادیه ده چې غړیتوب یې کولای شي د تولید لګښتونه کم کړي.