1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا څنګه جرمني ته بدلون ورکړ

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۷, چهارشنبه

په جرمني کي د کرونا ویروس تر پراخیدو ۱۰۰ ورځي وروسته، بیلانس تر لاسه کیدای سي: تر اوسه پوري آلمان د نورو په پرتله د کرونا وبا پر وخت ښه پر مخ روان دی.

https://p.dw.com/p/3brBe
Deutschland Düsseldorf | Coronavirus | Hochzeit im Autokino
انځور: picture-alliance/dpa/Revierfoto

که په مقایسوي ډول شمیري تر نظر لاندي ونیول سي، په جرمني کي په تیرو ۱۰۰ ورځو کي په اوسط ډول په ۱۰۰ زرو اوسیدونکو کي ، ۸ تنه د کرونا ویروس له امله مړه سوي دي. په امریکا متحده ایالاتو کي دغه رقم ۲۰ تنه، په بریتانیا کي ۴۳ تنه او په هسپانيا کي ۵۴ تنه دی.

د رابرت کوخ انستیتوت مشر لوتار ویلر ددغي وبا اوسني بهیر ته په کتو سره وايي چي په آلمان کي تر اوسه پوري د اولس ساتنه په ښه ډول سوې ده. دغه انستیتوت، یو ډول صحي اداره ده چي د جرمني د عامي روغتیا وزارت رپوټونه ورکوي. د ویلر په خبره، جرمني د نورو هیوادونو په پرتله ډیر ژر ددغه ویروس په مقابل کي عکس العمل وښود او نه دا چي لومړی باید ډیری کسان ورباندي اخته سوي وای. مخکي له مخکي تدابیر ډیر اغیزمن واقع سول.

Pressekonferenz zum Coronavirus. Bundeskanzlerin Dr. Angela Merkel (R), der Bundesminister fuer Gesundheit Jens Spahn (M
د بحران د وختو درې څيرې: د رابرت کوخ انستیتوت مشر وایلر، د روغتیا وزیر شپان او صدراعظمه میرکلانځور: Imago Images/photothek/F. Zahn

د جرمني صدراعظمي انګیلا میرکل چي په وار وار سره د رسنیو او همدارنګه خپل ګوند له خوا په اصطلاح کهالي مرغۍ نوم ورکول سوی، ډیر ژر دغه وبا جدي وگڼله. هغې سمدستي خلکو ته تلویزیوني وینا وکړه، او مطبوعاتي کنفرانسونه یې جوړ کړل او د طبیعي علومو د کارپوهي په حیث یې پرته له کومي ستړیا ارقام او د اعدادو ګرافیک وړاندي کړ.

په عین حال کي د جرمني حکومت په میلیارډو مرستي آماده کړې. د ایټالیا یا هسپانیا برعکس آلمان له کلونو راهیسي پیسې سپمولي وې.

د روغتیايي سیسټم فعاله ساتل

د دې ترڅنګ، روغتیايي سیسټم هم د ناروغانو مخ په زیاتیدونکي شمیر ته آمادګي درلوده. که څه هم آلمان د نورو هیوادونو په پرتله په عاجلو بسترونو ښه مجهز وو، خو بیا یې هم د هغو شمیر زیات کړ. له هغو کلینیکونو سره هم مالي مرسته وسوه چي خپل بسترونه یې د کرونا ناروغانو ته په اختیار کي ورکړل او یا یې هم خپل نورعملیاتونه وځنډول. د رابرت کوخ انستیتوت له خوا ورځني رپوټونه کي تل لوستل کیدل چي څومره عاجل بسترونه ډک او یا هم خالي دي.

ایا جرمنیان ډسپلین مراعتوي؟

د نظریاتو کارپوه، لیکوال او حکومتي مشاور، شتیفان ګرونه والډ په نظر جرمني تر اوسه د نړیوالو په مقایسته له دغه بحران څخه ښه راوتلی دی. هغه په خپل یوه کتاب کي د جرمنیانو خصوصیات بیان کړي. د هغه په خبره د هغو یوې ځانګړني دلته ډیر مهم رول ولوباوه. یعني دا چي جرمنیان ډیر باډسپلینه خلګ دي. همدارنګه هغوی ډیر ژر خپل ورځني ژوند ته تغییر ورکولای سي.

دا یوازي په اصطلاح د سِکې یو اړخ دی. جرمني له یوې خوا د بیروکراسۍ یو هیواد دی او له بلي خوا بیا خارج ته د سفر کولو په برخه کي نړیوال اتل دی. د ګرونه والډ په خبره موږ یوازي هغه وخت طاقت راوړای سو چي له هیواد څخه د وتلو امکانات ولرو، اوس دغه حالت، په چکرونو او کوچني دوکانونو ته په ورتګ باندي بدل سوی. د دې ځای خګلو ته دا مهمه ده چي ډسپلین او انضباط ولري. په ایټالیا، هسپانیا او روسیې کي خلکو ددې اجازه نه درلوده چي له کورونو څخه ووزي. په جرمني کي سیاستوالو دغه لار انتخاب نه کړه او خلګو ته یې د نظافت، له نورو سره د واټن ساتلو په نظر کي نیولو سره هغوی ته د دباندي وتلو اجازه ورکړه.

د اولس له پاره د ژوند نوې تجربه

ګرونه والډ څرګندوي چي د دغه بحران په سر کي مقاومتونه ډیر وه، خو اوس په مخ پر زیاتیدونکي ډول خلګ دغه قیودات مراعاتوي. د هغه انستیتوت په اوس وخت کي د بحران د ګټونکو او بایلونکو په اړه پلټني کوي. په هغو کي ځیني کسان په دغه بحران کي ځانونه ښه احساسوي او ځیني بیا په اصطلاح په قفس کي. په ځینو ښارونو لکه برلین کي ددغو قیوداتو په مقابل کي مظاهرې هم وسوې.

خو په مجموعي ډول ویل کیدای سي چي جرمني په تیرو اونیو کي یو بادسپلینه هیواد وو چي خلګو یې د قیوداتو په وړاندي په نوښتګرانه ډول عکس العمل ښکاره کړ. له زړو او ناروغو کسانو سره د خلکو مرستې شروع سوې. رستورانتونو داسي خوراکونه وړاندي کړل چی مشتریانو به له ځانو سره وړل.

د هغو خلګو ترمنځ چي پخوا به یو له بل څخه بې تفاوته تیریدل، ناببره يو ډول صمیمیت رامنځته سو. د ګرونه والډ په خبره د خلګو علاقمندي د چکر وهلو، تینس لوبو او په خپلو باغونو کي کار کولو سره ډيره سوه. دا داسي تجربې دي چي له بحران څخه تر وتلو وروسته به هم پر خپل ځای پاته وي.