1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا: په یونان کې د مهاجرو دویم کمپ هم قرنطين شو

۱۳۹۹ فروردین ۱۷, یکشنبه

د یونان په کمپونو کې مهاجر چې لا پخوا هم د ګرځیدو او تګ راتګ له محدودیت سره مخامخ ول، اوس د کرونا ویروس په خپریدو سره یي مشکلات لا زیات شوي دي.

https://p.dw.com/p/3aTmM
Griechenland Malakasa Flüchtlingslager
آرشیف انځورانځور: Getty Images/M. Bicanski

د یونان د مهاجرو په یوه کمپ کې د کرونا ویروس د یوې مثبتې پيښې تر ثبتیدو وروسته چارواکو د پلازمېنې اتن په شمال شاوخوا ۴۰ کیلومترۍ کې د مالاکاسا په نوم د مهاجرودغه کمپ قرنطين کړی دی.


د یونان حکومت ویلي دي چې یو ۵۳ کلن افغان پناه غوښتونکی په دې کمپ کې پرنوي کرونا ویروس اخته شوی دی. د یوناني چارواکو په خبره دغه افغان پناه غوښتونکي په اتن کې یوه روغتون ته انتقال شوی دی.

دا په یونان کې د مهاجرو دویم کمپ دی چې د کرونا ویروس د خپریدو په خاطر قرنطين کیږي. د دغه هیواد چارواکو د تیرې پنجشنبې په ورځ (د اپریل میاشتې په دویمه نیټه) د یونان په مرکزي سیمه کې د «ریتسونا» په نوم د مهاجرو کمپ هم د کرونا پر ویروس د ۲۰ تنو پناه غوښتونکو د مبتلا کیدو له امله قرنطين کړی وو.
آژانسونه: ش.ن/ ق.ن