1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا؛ په هرات کي د مړو ښخولو له پاره نوی اقدام

۱۳۹۹ خرداد ۹, جمعه

په هرات کي د کرونا د پیښو تر زیاتیدو وروسته، ددغه ولایت د عامي روغتیا ادارې د مړو د ډاډمن غسل او ښخولو له پاره ټیمونه رامنخته کړي. خو ستونزه داده چي خلک ډیر لږ د خپلو دغو مړو د ښخولو له پاره له حکومته مرسته غواړي.

https://p.dw.com/p/3cwqG
Afghanistan Herat Gesundheitssystem Coronakrise
انځور: DW/S. Tanha

د هرات د عامي روغتیا په اداره کي ثبت سوي ارقام ښيي چي د کرونا په ویروس باندي اخته کسان او د کووید ۱۹ له امله د وژل سوو کسانو شمیر د تیر وخت په مقایسه ډیر سوی چي دا کار په خپله د خلکو د سختي اندیښنې سبب سوي.

د هرات د عامي روغتیا ادارې تازه ورکول سوي ارقام ، په کرونا باندي د ۲۱۵۰ تنو له اخته کیدو څخه خبر ورکوي چي تر اوسه پوری ۴۴ تنو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی.

خو ویل کیږي چي واقعي پیښې د ثبت سوو پیښو په پرتله څو واري زیاتي دي. دا ځکه چي خلک د کرونا د علایمو پر لرلو سربیره بیا هم صحي ادارو ته مراجعه نه کوي.

د هرات د عامي روغتیا ادارې ویاید محمد رفیق شیرزی وايي چي حالت تر دې حده بحراني دی چی نوموړي ادارې اوس د ښار په سطحه د کرونا مړو د غسل ورکولو او ښخولو له پاره ټیمونه جوړ کړي.

دا په داسي حال کي ده چي تر اوسه پوري د مړه سوو کسانو ډیر لږ دوستان او خپلوان حاضر سوي چي د خپلو مړو د ښخولو له پاره د عامي روغتیا له ادارې څخه مرسته وغواړي چي دا کار په خپله د ویروس د پراختیا او د اخته کسانو د زیاتیدو سبب کیږي.

که څه هم چي تر اوسه په هرات کي ۴۴ ثبت سوو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو یوازي درې جسدونه د نوموړي ادارې په همکارۍ خاورو ته سپارل سوي. پاته جسدونه د خپلو کورنیو له خوا دفن سوي دي.
د هرات د عامي روغتیا ویاند ددې خبري په تأیید سره وایی « موږ له دې کبله ډیر اندیښمن یوو او خلک باید د داسی عنعنو او رواجونو پیروي و نه کړي چي صحت او راتلونکي ته یې تاوان ورسوي. د عامي روغتیا اداره په ټولو امکاناتو سره آماده ده چي لازم خدمات په ښه توګه وړاندي کړي.»

Afghanistan Herat Gesundheitssystem Coronakrise
انځور: DW/S. Tanha

له بلي خوا د هرات محلي اداره خبرداری ورکوي، چي که ښاریان د کرونا د ویروس د پراخیدو پر ضد صحي تدابیر جدي و نه نیسي نو ددې امکان سته چي په دغه ولایت کي په کرونا باندي د اخته کیدو او له کبله یې د تلفاتو پیښې لا پسي زیاتي سي.

په هرات کي د دواخانو او شخصي کلینیکونو مخ ته د خلکو اوږده قطارونه دا ښيي چي د کرونا ویروس د پخوا په پرتله د دغه ښار په لارو او کوڅو کي ریښې ځغلولي دي. ددې اندیښنه هم سته چي خلک په خپل سر دوارو درمل اخلي.

هرات ولایت چي له ایران سره په ګاونډیتوب کي پروت دی، له کووید ۱۹ ناروغي څخه سخت اغیزمن سوی. د هرات صحي چارواکي د کرونا ویروس د قربانیانو له خپلوانو څخه غوښتنه کوي چي د دغه ویروس د مخنیوي له امله دي ددغه ولایت صحي پرسونلو او ښاروالۍ ته اجازه ورکړي چي د هغوی مړي خاورو ته وسپاري.