1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا: په نړۍ کي د مړو تعداد تر ۲۰۰ زرو واوښت

۱۳۹۹ اردیبهشت ۷, یکشنبه

د هغو انسانانانو تعداد چي د کرونا ویروس څخه مړه سوي دي، اوس په ټوله نړۍ کي یو نوی غمجن ریکارډ ټینګ کړی دی. د دغو ۲۰۰ زرو تنو مړو سوو کسانو اکثريت یې په اروپا کي دی.

https://p.dw.com/p/3bQdI
Coronavirus New York Kingsbrook Jewish Medical Center Toter wird transportiert
انځور: Reuters/L. Jackson

د کرونا نوي ویروس د شیوع راهیسي تر اوسه پوري په دنیا کي تر ۲۰۰۰۰۰ تنو هم اضافه مړه سوي دي. لکه څنګه چي ډیرو رسنیو خبر ورکړی دی، د مړو دغه ارقام پرون شنبه د اروپا په وخت (د اپریل میاشتي ۲۵ مه) ثبت سوي دي. تر همدغه وخته پوري تر ۲،۸ ميلیونه پوري انسانان په هغه باندي اخته سوي هم دي.

که څه هم د امریکا په متحده ایالاتو کي د کرونا ویروس څخه ډیر انسانان مړه سوي دي، خو بیا هم اروپا هغه براعظم دی چي د دغه ویروس څخه تر ټولو ډیر کسان پکښي مړه دي. په اروپا کي تر ۱۲۲۰۰۰ اضافه انسانان مړه او ۱،۴ ميلیونه نور په اخته سوي دي. یوازي په ایټالیا کي تر دغه وخته پوري تقریبأ ۲۵۴۰۰، په هسپانیا کي ۲۲۹۰۰ او فرانسه کي ۲۲۶۰۰ مړه دي. په دې منځ کي په بریتانیا کي تر ۲۰۰۰۰ اضافه انسانان د کرونا ویروس څخه مړه دي.

او په جرمني کي؟

که څه هم جرمني په اروپا کي تر ټولو ډیر نفوس لري، خو بیا په مقایسوي ډول په دغه هیواد کي لږ انسانان د کرونا ویروس څخه مړه سوي دي. د الماني خبري آژانس په حواله تر پرون شنبه ورځي پوري په دغه هیواد کي ۵۶۴۳ تنه مړه او ۱۵۲۰۰۰ نور په اخته سوي دي.

زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: