1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا: په بریتانیا کي په یوه ورځ ۱۰۰۰ کسه مړه سوي

۱۳۹۹ فروردین ۲۳, شنبه

د کرونا ویروس په سبب په مخ پر ډیریدونکي ډول سره ډیر بریتانویان مړه کیږي. اوس په دغه هیواد کي په یوه ورځ د مړو تعداد تر ایټالیا هم اوښتی. په همدې حال کي بیا صدراعظم بوریس جانسن مخ پر جوړیدو دی.

https://p.dw.com/p/3alyq
Coronavirus | Großbritannien | Matt Hancock
انځور: picture-alliance/empics

د انګلستان د صحت عامې وزیر، مټ هنکوک خبر ورکړی دی، چي په تیرو ۲۴ ساعتونوکي یوازي د پنجشبه (د اپريل ۶مه) تر ماښام پوري په دغه هیواد کي د کرونا ویروس له وجهي ۹۸۰ انسانان مړه سوي دي. ایتالیا د خپل تاریخ په تر ټولو توره او خرابه ورځ (د مارچ میاشتي پر ۲۷ مه) د ۹۶۹ کسانو د مړه کیدو خبر ورکړی ؤ. تر دې بیا فرانسه په اصطلاح مخته ده او په یوه ورځ د تقریبأ ۱۴۰۰ تنو په مړه کیدو سره یې د اروپا تر ټولو لوړ ریکارډ قایم کړی دی.

په انګلستان کي د کرونا ویروس په سبب مړه سوو کسان تعداد اوس مجموعأ ۸۹۵۸ ته رسیږي، چي تر ایټالیا بیا هم ډیر نه دي. په ایټالیا کي تر اوسه پوري تر ۱۸۰۰۰ اضافه کسان مړه سوي دي. خو دغه مخ پرلوړیدونکي تعداد ته په کتو سره داسي معلومیږي، چي انګلستان لا خپل صعودي حالت ته ندی رسیدلی.

المانی پوځ د بریتانیا د مرستي غوښتني ته عکس العمل ښوولی

دغه ډیر تعداد قربانیانو ته په کتو سره د دې تشویش مخ پر ډیریدو دی، چي د بریتانیا صحي سیسټم د کاره لویدو سره مخامخ دی. ځکه چي هلته هم د تنفس کښلو آلې، هم ژغورونکي کالي او هم د پرسونل کمبود موجود دی. المانی پوځ بیا د بریتانیا د مرستي غوښتني ته د سَیارو تنفس کښلو ۶۰ آلو په ورلیږلو سره مثبت عکس العمل ښوولی دی. په برلین کي د دفاع وزارت ویلي دي، چي دا به ډیر ژر دغه د ناټو غړي هیواد ته وسپارل سي.

دا هم پداسي حال کي ده، چي په لندن کي حکومت تر ډیره وخته پوري د کرونا پانډمي پرضد کوم عکس العمل نه ښکاره کاوه. وروسته صدراعظم بوریس جانس پخپله په کرونا ویروس باندي اخته او مجبوره سو، چي ډیري ورځي په عاجل سرویس کي بستر سي. د پنجشنبه په ورځ دغه ۵۵ کلن وکولای سول، د عاجل سرویس څخه راووزي. د لندن د حکومت یوه ویاند وویل، چي هغه اوس مخ پر ښه کیدو دی.