1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا په افغانستان کې؛ په افغان ـ جاپان روغتون کي څه تیریږي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۴, پنجشنبه

د بشري حقونو کمیسیون په افغان ـ جاپان روغتون کي چې د کرونا د ناروغانو د درملنې مسوولیت پر غاړه لري، له ستونزو څخه پرده پورته کړې. روغتیا وزارت په دغه روغتون کي نیمګړتیاوي مني خو وايي چې زياتره ستونزې یې له منځه وړي.

https://p.dw.com/p/3bJ7L
Afghanistan Provinz Herat Coronavirus
آرشیف انځورانځور: DW/S. Tanha

د افغان ـ جاپان روغتون په کابل کي یوازینی روغتون دی چې د کرونا د ویروس تشخیص او په کووید ۱۹ باندې اخته کسانو ته ځانګړې سوې دی. پس له هغه چي د خلکو شکایتونه د نوموړي روغتون د وضیعت له امله ډیر سول، نو د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د هغه کاري بهیر تر څارني لاندي ونیو او خپل نتایج یې د چارشنبه په ورځ اعلان کړل.

د صحي کارکوونکو کمښت او د هغوی د ژمنتيا نشتوالی

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون څارنې ښیي چي په دغه روغتون کي د صحي کارکوونکو کمبود یوه له مهمو ستونزه څخه شمیرل کیږي. په پام کي وه چي په دغه روغتون کي به د سلو بسترونو له پاره ۲۸۰ صحي کارکوونکي په فعالیت بوخت وي. خو د نوموړي روغتون اوسنی حالت له نړیوال معیار سره برابر نه دی او د عامي روغتیا زارت د ۱۷۹ صحي کارکوونکي چې ډاکټران او نرسان پکښي شامل دي، په دغه روغتون کي ګومارلي خو یوازي د ۷۸ تنو مکتوب روغتون ته رسیدلی او ددغو کارکوونکو زیاته برخه په روغتون کي حضور نه لري.

د افغان ـ جاپان روغتون بله ستونزه، د ځینو صحي کارکوونکو غیابت او وظیفې ته د ژمنتوب نه لرل په ګوته سوې. د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د څارنو له مخي، په کووید ۱۹ باندي اخته کسانو اتو تنو ته یوازي یو ډاکټر او یو نرس مؤظف سوی وو. سربیره پر دې د مشکوکو کسانو له پاره یوازي ۳ تنه ډاکټران او درې تنه نرسان حاضر ول.

د تجهیزاتو او ضد عفوني موادو کمښت

د اړتیا وړ ضد عفوني او محافظتي موادو کمښت هم ددغه روغتون له مهمو ستونزو څخه شمیرل کیږي. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي چي په دغه روغتون کي د محافظتي «کیټونو» یا وسايلو کمبود لیدل کیږي.

د افغان ـ جاپان روغتون سرطبیب ویلي چې هغوی ۲۰۰ محافظتي وسایل لري چې ښایي هغه تر درو ورځو پورې خلاص سي او په دې ډول صحي کارکوونکي نه سي کولای هغو څانګو ته ننوزي چې په کرونا اخته کسان پکښې بستر دي او په دې توګه به هغوی یوازي پریږدي.

ددغه روغتون ډاکټران ادعا لري چي هغوی ته په ۲۴ ساعتونو کي هر ډاکټر ته یوازي یو ماسک ورکول کیږي او شاوخوا ۲۰ کارکوونکي له یوه ضدعفوني بوتل له مایع څخه چی ۵۰۰ لیټره ده، استفاده کوي. خو د پالني څانګه بیا چي د نوموړو موادو ویشل پر غاړه لري په دې اړه وایي: «په اول سر کي به ډیر ضدعفوني مواد د ډاکټرانو په اختیار کي ورکول کیدل خو هغوی به متأسفانه بې ځایه کارول چې وروسته له هغه د دې ډول اقدام په کولو مجبوره شو.»

 د لوړ پوړو دولتي چارواکو فرمایشونه

د لوړ پوړو دولتي چارواکو غیر ضروري فرمایشونه او بې ځایه غوښتني بیا یوه بله ستونزه ده چې نوموړی روغتون ورسره مخامخ دی. د دغه روغتون مسوولینو د بشري حقونو د کمیسیون څارونکو ته ویلي چي دغه کار د منابعو او امکاناتو د ضایع کولو سبب سوی او د مستحقو ناروغانو حقونه له منځه ځي.

د کمیسیون څارنو ښکاره کړې چي کابل ته له ولایتونو څخه د راغلو ډاکټرانو له پاره د اوسیدو د ځای نشتوال، د آزموینو د نتایجو د اعلان ځنډول، د مدیریت ضعف او د کرونا په ویروس باندي د اخته کسانو له پاره د امبولانسونو کمښت، په دغه روغتون کي له نورو مشکلاتو څخه شمیرل کیږي. 

په دغه رپوټ کې زياته شوې چي یوازي یو بې نمبر پلیټه امبولانس د افغان ـ جاپان د روغتون په اختیار کي دی او ددغه روغتون مسوولین بیریږي چي د قرنطین په ورځو کي امکان لري دغه امبولانس د نمبر پلیټ د نه لرلو له امله له ستونزو سره مخامخ سي.

د افغانستان د عامی روغتیا وزارت هم په افغان ـ جاپان روغتون کي دغه نیمګړتیاوي مني او وایی چي له یوې اونۍ راهیسي په دغه روغتون کي يادې ستونزي له منځه تللي دي.

د عامي روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار له دویچه ویله سره په خبرو کي وویل: «په افغان ـ جاپان روغتون کي نیمګړتیاوي او ننګونې موجودي وې، خو په دغه یوه اونۍ کي د نوو ډاکټرانو یو ټیم وګومارل سو او د عامي روغتیا وزارت یو معین هم مؤظف سوی ترڅو په روغتون کي پاته وي او مشکلاتو ته رسیدګي وکړي.

د کرونا له مريضانو سره چلند باندي تر انتقادونو وروسته، د عامي روغتیا وزارت درې تنه معینان برطرفه او پر ځای یې نوي کسان وګومارل.

شکیلا ابراهیم خیل