1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

کرونا: په آلمان کې لګول شوی ټولبند ښايي وغځول شي

۱۳۹۹ دی ۱۴, یکشنبه

په آلمان کې هيڅ کوم مهم سياستوال نور د کرونا محدوديتونو له غځولو سره مخالفت نه لري. خو د کرونا اړوند د آلمان دغه ټولنبد به تر کله پورې دوام وکړي؟

https://p.dw.com/p/3nTAw
Symbolbild | Deutschland | Coronavirus | Lockdown
انځور: Andreas Gora/imago images

د آلمان د روغتيا وزير ينس شپان وويل چې «د تر اوسه پورې لوړو شمېرو له کبله لازمه ده چې دغه تدابير او محدوديتونه تمديد شي.» د هغه په خبره د روغتونو د جدي مراقبت په څانګو کې د کرونا ناروغانو شمېر خپل اوج ته رسېدلی دی چې له امله يې بايد د خلکو د ناروغېدو کچه ټيټه کړل او ډېره موده هم ټيټه وساتل شي.

نوموړي د آر ټي ال رسنۍ سره په خبرو کې وويل چې «دا کار له دې څخه غوره دی چې محدوديتونه لېرې کړل شي او يو څو اوونۍ وروسته بېرته له ورته ستونزو سره مخامخ شو.»

د بايرن لومړي وزير مارکوس سودر د «بيلد آم زونتاګ»‌ په نامه په یوه آلمانۍ ورځپاڼه کې د درې اوونيو له پاره لا دغسې سخت محدوديتونه وغوښتل: «دغه ټولبند بايد د جنورۍ تر پايه پورې وغځول شي. له دې تر مخه د محدوديتونو لېرې کول ښايي‌ موږ شا ته وغورځوي.»

ډېر ژر به د ټولبند په هکله پرېکړه وشي

د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل غواړي چې د سه شنبې په ورځ‌ د بېلابېلو آيالتونو له لومړي وزيرانو سره د محدوديتونو د اوږدولو په هکله خبرې وکړي. په تېره د وړکتونو او ښوونځيو په سر د نظر اختلافات لا هم موجود دي.

د آلمان د روبرت کوخ انستيتوت د يکشنبې په سهار د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د لس زرو او ۳۱۵ مواردو راپور ورکړی چې ۳۱۲ تنه پکې د کوويد-۱۹ مرض «په تړاو» په دې موده کې مړه شوي هم دي. خو د دغو شمېرو تعبير دا مهال ستونزمن دی ځکه چې د کريسمس او نوي کال په ورځو کې ښايي د کرونا لږ تستونه شوي وي او سربېره پر دې ښايي د روغتيا د محلي ادارو ټول ارقام لا ورلېږل شوي نه وي. له دې کبله کېدای شي چې دغه شمېرې لا پسې لوړې شي.

wa/haz/ن ص/خ ح

زموږ له آرشیف څخه: