1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا: په آسیا کي ولي نسبتاً د مړو شمير کم دی؟

۱۳۹۹ خرداد ۲۲, پنجشنبه

داسي ښکاري چي د لیري ختیځ اوسیدونکي ډیر کم د کرونا په ویروس اخته کیږي. خو ددې موضوع د ثابتولو له پاره تر اوسه پوري ډیر لږ شواهد په لاس کي دي. له جاپان څخه کارپوهان په دې هکله څه وايي؟

https://p.dw.com/p/3dcmU
Japan Tokio Coronavirus Protest
انځور: picture-alliance/dpa/R. R. Marin

د جاپان د مالیې وزیر تارو آسو چې یو بانفوذه ۷۹ کلن ناسیونالست دی، دغي پوښتني ته چی ولي په جاپان کي ډیر کم کسان په کووید ۱۹ ناروغي اخته سوي، په لنډه توګه  په « مایدو» سره جواب ورکوي چي معنی یې «د کلتور لوړه سطحه ده».  خو د ټي بي اِس په نامه تلویزیوني چینل بیا په دې نظر دی چي جاپانۍ ژبه داسي سخت توري لږ لري چی د ویلو پر وخت یې له خولې څخه  د ویروس د انتقالولو له پاره افرازات راووځي. ډیری جاپانیان بیا په دې عقیده هم دي چي د هغوی صحي خوراک له کرونا ویروس څخه ساتلي دي.

خو بیا هم دغه ټولي جاپاني تیوري ګاني دا خبره په ثبوت نه سي رسولای چې ولي نه یوازي په جاپان بلکې په ټوله آسیا کي د کرونا له امله د مړو شمیر کم وو. په چین کي تر اوسه پوري په هر یو میلیون نفوس کي له دریو مړو څخه خبري کړي، جاپان له اوو ، پاکستان له شپږو، جنوبي کوریا او اندونیزیا  له پنځو تنو مړه سوو کساتو څخه خبر ورکړی. تایوان، ویتنام، کمبوچیا او منګولیا کی به د قربانیانو هیڅ رقم نه دی ثبت سوی. په مقایسوي ډول بیا په آلمان کي په هر یو میلیون نفوس کي ۱۰۰ تنه د کرونا له امله مړه سوي، په امریکا متحده ایالاتو کي ۳۰۰، په بریتالیا، ایټالیا او اسپانیا کي بیا څه د پاسه ۵۰۰ تنه.

په جين کي د بدلون  له لاری خطرناک کیدل؟

په جاپان کي د ویروسي ناروغیو د انستیتوت کارپوهانو دا موندلې چي د سارس کووید ۲ ویروس په سیمه ایز ډول پراخیدو پر وخت په جینیتیک ډول تغییرکړی. په جاپان کي لومړني ویروسونه او د یوکوهاما په بندر کي د «ډایموند پرینسس»  په بیړۍ کي پیدا سوي ویروس د چین له ووهان څخه سرچینه اخیستې وه. خو په جاپان کي  د دوهمې څپې  ویروس بیا هغو اروپایانو راوړی وو چی دغه هیواد ته یې سفر کړی وو. د کمبریج د پوهنتون پلټنو دا خبره تصدیق کړې چي ښايي دغه ډول ویروس په اروپا او امریکا کي د تغییرشکل پر وخت لا پسي خطرناک سوی وي.

Japan Kyoto - Tasuku Honjo Nobelpreisträger
د نوبل جایزې گټونکی توسوکو هونجو وايي چې د آسيا او اروپا د خلکو جينونه سره ډېر توپير لريانځور: picture-alliance/AP Photo/Kyodo News/R. Ozawa

د طب په برخه کي د نوبل جایزې ګټونکی پروفیسر تاتسوهیکو کوداما په نظر ښايي د ختیځي آسیا خلک د کرونا د ویروس په مقابل کي اغیزناک معافیت ولري. د ګریپي او کرونا پخواني ویروسونه هم اول د چین په جنوب کي پیدا سوي . د کوداما په خبره د هغوی په بدن کي د ویني داسي سپین کرویات موجود دي چي د سارس کووید ۲ په وړاندي ښه مقاومت کولای سي.

د چاغښت پر فکتور باندي شک

په جاپان کي بیا یوه بله تیوري سته چې وايي په ختیځه آسیا کي د توبرکلوز په وړاندي واکسین جبري دی نو له همدې کبله یې خلک د بدن ښه معافیتي سیستم لري.  داپه داسي حال کي چي په غربي هیوادونو کي بیا د بي سي جي واکسین لګول په خپله خوښه دي. 

د جاپان د مالیې وزیر آسو څرګندوني باید یوازي پر کلتوري دلایلو ولاړي نه دي بلکي په اولس کي  نوري ناروغۍ هم په دې کې نقش لوبوي. په جاپان کي یوازي ۴ سلنه او په جنوبي کوریا کي فقط ۵ سلنه خلک له چاغښت سره مخامخ دي خو د روغتیا د نړیوال سازمان په حواله په غربي اروپا کي دغه رقم ۲۰ سلنه او په امریکا متحده ایالاتو کي څه باندي ۳۶ سلنه دی.

زموږ له آرشيف څخه: