1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا ویروس نړۍ د تعلیق حالت ته ور ورستلې ده

۱۳۹۹ فروردین ۲, شنبه

د کرونا ویروس د وبایي ناروغۍ په اړه یوازې لږ مثبت رپوټونه موجود دي. چين د کوچنۍ بریا خبر ورکړی. نور هیوادونه غواړي د خلکو له کوره پر وتلو د بندیز په لګولو او د خپلو سرحدونو په تړلو سره د کرونا د لا زیات خپریدو مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/3Zpvo
Coronavirus - China
انځور: picture-alliance/dpa/Xinua/Ma Ping

په آلمان کې د روبرټ کُخ انیستیتوت په حواله په دغه هیواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۱۶۶۶۲ ته رسیدلی دی، چې دا د تیرې ورځې په پرتله ۲۷۰۵ زیاتوالی ښیي.

د بایرن د کورنیو چارو ایالتي وزیر یواخیم هرمن په خبره د آلمان په دغه ایالت کې تر اوسه پورې له کوره د بهر وتلو محدودیت په پراخه پيمانه مراعت شوی دی.

هرمن د دغه ایالت د عامه خدماتو راډیو ته ویلي دي چې «اکثریت یي دا مراعتوي.» د هغه په خبره دلته او هلته به د ځوانانو داسې کوچنۍ ډلې ليدل کېدې چې په عامه ځایونو کې یې پارټي یا مېلې جوړې کړې وې، خو هغوی بیا د پولیسو له خوا خپلو کورونو ته واستول شول. په مجموع کې تیره شپه کومه ځانګړې ستونزه نه ده رامنځته شوې.

Deutschland München | Coronavirus | leere Straße
د مونش خلکو تر ډیره بریده د کرونا ویروس د خپریدو د مخنوي په هکله د حکومت سپارښتنې مراعات کړي دي.انځور: picture-alliance/Zuma/S. Babbar

په آلمان کې د عامه پوهاوي د یوه کمپاین په ترڅ کې به د پلاکاټونو په شکل له خلکو څخه غوښتنه وشي چې د کرونا د کړکیچ پر مهال دې په خپلو کورونو کې پاتې شي. په برلین کې د ورځپاڼو او ډیجیټلي رسنیو خپرندویانو ویلي دي چې په څو راتلونکو ورځو کې به د خلکو د عامه پوهاوي په موخه داسې تبلیغاتي پوسترونه چاپ کړي چې په کړکیو به نصب کیږي. پر دغو پلاکاټونو به لیکل شوي وي چې «مونږ په کور کې پاتې کیږو او له هغو کسانو مننه کوو چې (د خدماتو وړاندې کولو له پاره یي) خپل دوکانونه خلاص ساتلي دي.»

د بوئنګ الوتکو امریکایي شرکت مشر ویلي دي چې د کرونا بحران له امله د روان کال تر پایه پورې خپل معاش نه اخلي. بوئنګ ویلي دي چې د دغه شرکت عمومي مشر داوید کالهوم او د مدیره هیئت مشر لاري کیلنر، په دې اړه خپله امادګي ښودلی ده. د دغه شرکت مشر داوید کالهوم باید د روان کال تر پایه پورې ۱،۴ میلیونه ډالره چې د ۱،۳ میلیونه ډالرو معادل کیږي، ترلاسه کړي وای.

په کالیفورنیا کې د یوسمیته ملي پارک هم د کرونا کړکیچ له امله د سیلانیانو پر مخ تړل شوی دی. د دغه پارک مسئولینو ویلي دي تر راتلونکې اطلاع پورې به یوازې د پارک کارونکي دغه پارک ته د ننوتلو اجازه ولري.

د بلجیم ساحل به هم د کرونا ویروس د کړکیچ له امله د ممنوعه سیمې په توګه د سیلانیانو پر مخ وتړل شي. پولیسو اعلان کړی دی چې دوی به ټول هغه سیلانیان چې په روزمره شکل دې ساحل ته ورځي او یا یي کورونه نیولي دي بیرته ساحلي آرامګاهو ته واستوي.  پولیسو خبرداری ورکړی دی چې که څوک د بندیز سربیره هم بی له کوم معقول دلیل څخه په دې ساحه کې ولیدل شي، نو بی له ځنډه به نقدي جریمه شي.

دویچه ویله: ش.ن/ن.ص