1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو اندیښې

۱۳۹۹ فروردین ۱۱, دوشنبه

د آلمان په ګډون د نړۍ په ډیر شمیر هیوادونو کې خلک د کرونا ویروس له امله له کوره بهر نه وځي. دې موضوع د کورني تاوتریخوالي او په ځانګړي توګه، د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه انديښنې رامنځ ته کړې دي.

https://p.dw.com/p/3aBKg
Symbolbild - Kindesmissbrauch
انځور: Imago Images/blickwinkel

د ناوړه استفادې او تاوترخوالي په چارو کې د آلمان حکومت څارنوال یوهانس ویلهلم روریګ وایي: «ټول هغه کسان چې د ماشومانو په برخه کې فعاله دي او د دوی د روغتیا له پاره مبارزه کوي په اوس وخت کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو د احتمال په اړه انديښمن دي.»

نوموړي زیاته کړه چې د کورنۍ انزوا له کبله موجود خطرونه به شدت پيدا کړي. د هغه په خبره د کرونا ویروس له کبله په کورونو کې د خلکو د پاتې کیدو په پایله کې رامنځ ته کیدونکي فشارونه او محدودیتونه، د ماشومانو روغتیا په ډيره لوړه کچه پخپله د دوی د کورنۍ د غړو له خوا له خطر سره مخامخوي.

روریګ وویل:«هغه ماشومان چې په هر صورت په کورنیو کې د خپلو پلرونو، ورونو یا مېندو په وسیله له تاوتریخوالي سره مخامخیږي، اوس یي کچه لا زیاتیږي، ځکه دوی اوس نه ښوونځي ته تللی شي او نه هم خپل فارغ وخت له کوره دباندې تیرولی شي.  نو په دې توګه له دوی سره د تیښتې بله لار نه وي.»

له همدې امله د فرانکفورت د پوهنتون په کلینیک کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د روان پيژندنې د څانګې مشره میرمن کریستسنا فرایتګ، تر عیسوي اختر ایستر وروسته د آلمان په مختلفو ایالتونو کې د مارچ میاشتې له پای ته رسیدو وروسته د اپریل تر نیمایي پورې د ښوونځیو او وړکتونونو د پرانیستل کیدو غوښتنه کوي. 

نوموړۍ د فونکه رسنیزې ډلې ورځپاڼې ته وویل چې ماشومان او تنکي ځوانان به ډیري کورنۍ له لویو ننګونو سره مخامخ کړي، په ځانګړي توګه په داسې شرایطو کې چې کورونه تنګ وي، د تاوتریخوالي د ترسره کیدو احتمال زیاتیږي.

(sn/ms (AG