1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا ویروس امریکا متحده ایالاتو ته هم رسیدلی

۱۳۹۸ بهمن ۲, چهارشنبه

په امریکا متحده ایالاتو کې د سږو هغه ناروغي تثبیت شوې ده، چې په چین کې پرې په سلونو کسان ناروغه شوي دي. چین اوس ویلي دي چې د دغې ناروغۍ له کبله د مړو شوو کسانو شمیر نهو تنو ته رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/3WcxQ
Corona-Virus belastet weltweit Luftfahrtbranche
انځور: Reuters/P. Mikheyev

د امریکا متحده ایالاتو د روغتیا او ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکز خبر ورکړی دی چې د سېتل یو اوسیدونکی د چین له ووهان ولایت څخه تر راګرځیدو وروسته د دغي ناروغۍ کوم علایم نه درلودل خو د سېتل روغتون ته د معایناتو له پاره تر ورتگ وروسته په روغتون کې د تیست په پایله کې په کرونا ویروس د هغه اخته کیدل تائید شول.

ویل شوي دي چې د ناروغ وضعیت ښه دی. په امريکا کې د دغه نوي ویروس د نورو پيښو اټکل هم کیږي. د امريکا د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکز په دې تړاو د کنترول د پراخولو اعلان کړی دی چې دغه چاره به د دې هيواد د ختیځ په نیمایي هوایي ډګرونو کې ترسره شي.

ویروس نورو هیوادونو ته خپور شوی دی

چینایي چارواکو په ووهان ولایت کې د دغه نوي ویروس له کبله د نورو کسانو د مړیني خبر ورکړی دی. ویل شوي دي چې تر اوسه د دغه ویروس له کبله نهه تنه مړه شوي دي او زیاتره ترې زاړه کسان اغیزمن شوي دي چې ترمخه یي سختي ناروغۍ لرلې.

د پیکینګ د نویو معلوماتو له مخې له دسمبر میاشتې راهیسې په کرونا ویروس تر اوسه ۴۴۰ کسان اخته شوي دي. د چین د دولتي تلویزون د رپوټ له مخې تر اوسه دغه ویروس د چین په ۱۴ ولایتونو کې تثبیت شوی دی. پر دې سربیره په تائیوان، جاپان او سویلي کوریا کې په دغه ویروس ځینې کسان اخته شوي دي چې تر مخه یې د چین ووهان ولایت ته سفر کړی وو.

په آلمان کې د روبېرت کوخ انستیتوت روغتیایي چارواکو ویلي دي چې د آلمان له پاره د دغې ناروغۍ خطر کم دی. د هغوی په وینا د دې له پاره کوم شواهد نه شته چې دغه ویروس د زکام په څیر په ساده ډول خپریږي، بلکې د دې پر ځای په استثنایي پيښو پورې اړه لري. ښایي ځینې انفرادي پیښې وي چې له یوه انسان څخه بل انسان ته هم انتقال شي. د دغه انستیتوت د روغتیايي چارواکو د اوسنې وضعیت له مخې د هغه احتمال کم ویني.

د آلمان د روغتیا وزارت هم په دې هیواد کې د دغه ناروغۍ خطر کم اټکلوي. د دغه وزارت یوه ویاند ویلي دي چې «پر دې سربیره هم موږ په چین کې وضعیت له نزدې څارو او په متواتر ډول له خپلو نړیوالو شریکانو سره په اړیکه کې یوو.» تر دې دمخه کارپونانو ویلي ول چې اروپا ته هم د سږو د ناروغیو په انفرادي ډول د ځینو پيښو د رسیدو امکان شته.

د راتلونکې شنبې په ورځ چین د خپل نوي کال جشن لمانځي او د نړۍ د ځينو هیوادونو خلک په دغه جشن کې د ګډون له پاره چین ته سفر کوي. له همدې کبله د دغه ویروس د خپریدو خطر شته.

یوازې د امريکا په هوایي ډګرونو کې نه بلکې د آسترالیا او ځينو نورو آسیايي هیوادونو په هوایي ډګرونو کې له ووهان څخه د سفر کوونکو تبه کنترولیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان بیړنۍ غونډه کوي

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) د چهارشنبې په ورځ یوه بیړنۍ غونډه رابللې ده. د خطر تر ارزونې وروسته به په دې هکله پریکړه وشي چې آیا په نړیواله کچه بیړنی روغتیایي وضعیت اعلان شي که نه. پر دې سربیره به د سوداگرۍ او سفري محدودیتونو په هکله سلا مشورې وشي.