1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا ویروس؛ افغانانو نوروز په کورونو کې ولمانځه

۱۳۹۹ فروردین ۱, جمعه

سږ کال په افغانستان کې د نوروز مراسم د کرونا ویروس تر سیورې لاندې د خلکو د ټولیز ګډون پرته ترسره شول. په مزار شریف کې د سخي جنډه د خلکو د حضور پرته پورته شوه او زیاترو خلکو په خپلو کورونو کې نوروز ولمانځه.

https://p.dw.com/p/3ZnJ2
Bildergalerie Vorbereitungen für das Neujahrsfest in Mazar-e Sharif, Afghanistan
انځور: DW/H. Safi

د کرونا ویروس د خپریدو ویرې په افغانستان کې د نوروز جشن پر لمانځلو او د ۱۳۹۹ لمریز کې پر پېل خپل سیورې غوړولی دی. په افغانستان کې هر کال د نوروز جشن د بیلابیلو پروګرامونو او پرتمنیو غونډو په ترڅ کې لمانځل کیږي.

خلک معمولا نوروز زیارتونو او پارکونو ته په تلو، د سخې جنډې په پورته کولو، د ملي ورزشونو او د بزګر د میلې په ترسره کولو لمانځي. خو سږکال افغانان مجبوره شول چې د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې، نوروز په خپلو کورونو کې ولمانځي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د پيښو تر ثبتیدو وروسته حکومت د نورو وقایوي اقداماتو ترڅنګ د نوروز جشن مراسم لغوه کړل او له خلکو یې وغوښتل چې نوروز په خپلو کورونو کې ولمانځي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د نوروز په تړاو په خپل پیغام کې له خلکو وغوښتول چې نوروز د غونډو پرته ولمانځي. هغه وویل چې کیدای شي نوروز د یوه نیالګي په کینولو او یا هم د یوې سیمې په پاکولو سره ولمانځل شي.

په روضه کې جنډه د شپې پورته کړل شوه

په بلخ ولایت کې به هر کال د ټول افغانستان څخه په زرونو کسان او ځیني بهرني میلمانه راټولیدل او د یو لړ دودیزو مراسم په ترڅ کې به د سخي جنډه پورته کیده.

د کرونا ویروس د خپریدو او د نوروز د مراسمو تر لغوه کیدو وروسته، خلکو د تیرو کلونو په څیر بلخ ته سفر و نه کړ او سږ کال د سخي جنډه د خلکو د حضور پرته پورته کړل شوه.

د بلخ ځایي چارواکي وایي چې د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې د جنډې د پورته کولو ګډ مراسم لغوه شول او جنډه د شپې په نیمایي کې په پټه توګه د زیارت د څو ساتونکو له لوري پورته کړل شوه.

خلکو څرنګه نوروز ولمانځه؟

خلکو هم په کرونا ویروس د اخته کیدو له ویرې، نوروز په خپلو کورونو کې په بیلا بیل ډول ولمانځه.

حبیب سادات، چې کابل میشتې خبریال دی له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د تیرو کلونو په څیر یې هفت میوه تیاره کړې او پارکونو او تفریح ځایونو ته یې د تګ پر ځای نوروز په کور کې ولمانځه: «موږ سږکال نوروز په بل ډول ولمانځه. یعنې په کور کې وو او چیرته لاړ نه شو.» د هغه په خبره د کرونا ویروس له کبله یې له احتیاط څخه کار واخیسته.

د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې چیرې چې خلک په یو ډول قرنطین کې ورځې شپې سبا کوي، نوروز او نوی کال ته یې په یوه بل ډول هرکلی ووایه.

د هرات ولایت یوې اوسیدونکي الهه صالحي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «موږ په قرنطین کې یوو. نوروز مو د خپلې کورنۍ تر څنګ د فلمونو په لیدلو او د خپلوانو او دوستانو سره د تلیفوني اړیکو په نیولو سره ولمانځه.»

د نوي لمریز کال له رارسیدو سره سم د افغانستان په لویدیځ کې د کرونا ویروس دوې مثبتې پيښې هم ثبت شوي دي. دغه دواړه پيښې په هرات کې ثبت شوي او په دې ډول په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پيښو شمیر ۲۴ ته رسیدلی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دغه هیواد کې په ټوله کې د کرونا ویروس ۳۹۰ مشکوکه پيښې د افغانستان په مرکزي لابراتوارونا کې معاینه شوي دي چې له دې ډلې ۲۴ مثبتې او ۳۶۶ منفې ثابتې شوي دي.

د نورو ۳۰ شکمنو پيښو نتیجه لا معلومه نه ده. د عامې روغتیا وزارت په وینا دغه ټول کسان له ایران څخه افغانستان ته راغلي وو.

شکیلا ابراهیم خیل