1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا ويروس کولای شي د اعصابو سيستم زیانمن کړي

۱۳۹۹ فروردین ۲۴, یکشنبه

تازه څيړنو ښودلې چې د کرونا نوی ويروس کولی شي د انسان عصبي سيستم ته هم صدمه ورسوي حتی ممکن د تنفس د ناڅاپي دریدو سبب وګرځي. د چينايي ډاکټرانو يو تحقيقاتي ټيم موندلي چې يو شمير ناروغان حتی له مغزي سکتې سره هم مخ شوي دي.

https://p.dw.com/p/3anI7
Medizin Krankheit Nervensystem Gehirn Creutzfeldt-Jakob
انځور: picture-alliance/OKAPIA

تر دې وړاندې د کرونا پر نوي ويروس د ابتلا علايم تبه، ټوخی او په تنفس کې د ستونزې پیدا کيدل ښودل کيدل، اما چينايي داکترانو د چين په ووهان ښار کې په خپلو څيړنو کې موندلې ده چې د کرونا ويروس کولای شي د انسان اعصاب هم زيانمن کړي.

ووهان د چين هغه ښار دی چې د ۲۰۱۹م کال په دسامبر مياشت کې د لومړي ځل له پاره په کې د نوي کرونا يا «کوويد ۱۹» ناروغي پيل شوه.

عصبي علايم

د آلمان خبري آژانس په حواله، د چينايي داکترانو دغه څيړنه چې پر ۲۱۴ ناروغانو باندې ترسره شوې، د «جاما نورولوژي» په علمي مجله کې خپره شوې ده. د دغې څيړنې پر اساس، د ياد شمیر ناروغانو په څه باندې يو په دریمه برخه کې يې د عصبي زيانونو نښې نښانې ليدل شوي دي؛ لکه: د سر درد، د سر څرخيدل او د بويايي او ذايقې په حسونو کې د اختلال رامنځ ته کيدل.

د چينايي ډاکټرانو د دغې تحقيقاتي ډلې مشري د هاژونګ له پوهنتون څخه، ليګ مائو کوي. دغې ډلې د ۲۱۴ ناروغانو له ډلې په ۷۸ تنو کې يې (څه باندې ۳۶ سلنه) عصبي علایم موندلي دي. په هر ناروغ کې د دغو عصبي علايمو يا زيانونو شدت، د هغو د کرونايي ناروغۍ د پرمختک له مخې توپير لري.

په ۳۶ ناروغانو کې د سر ګرځيدلو علایم، په ۲۸ تنو کې د سر درد، په ۱۲ تنو کې د ذايقې حس اختلال او په ۱۱ نورو کې د بويايي حس اختلال ليدل شوی دی. په دې منځ کې شپږ ناروغان له مغزي سکتې سره هم مخ شوي دي.

نور داکتران څه وايي؟

د آلمان د رګنزبورګ پوهنتون له کلينيک څخه برند زالس برګر وايي: «تر اوسه پورې د کرونايي ناروغانو پر مغزو باندې ډير لږ تحقيقات شوي دي او موږ په دې اړه ډير لږ پوهيږو.»

د کاليفرنيا پوهنتون د درو اعصب پيژندونکو هر يو زاموئل پلژر، آري ګرين او اندرو جوزفسن هم په يوه خپلواکه څيړنه کې دې ته ورته نتايج په لاس راوړي دي. د دغې څيړنې ليکوالان وايي، په کرونايي ناروغانو کې د بويايي او ذايقې حس له لاسه ورکول، د اعضلاتو ضعيفوالی، مغزي سکته، او نور غير خاص علايم لکه د سر درد، د زيرکتيا په کچه کې اختلال، سر ګرځيدل او د تشنج رامنځ ته کيدو ستونزې شاملې دي.

لا زياتو څيړنو ته اړتيا

تر اوسه له روښانه نه ده چې په ناروغانو کې دغه علایم يوازې د نوې کرونا ويروس د ناروغۍ له کبله دي او که نور لاملونه لري. د دغې موضوع د روښانه کولو له پاره په کار ده چې په راتلونکې کې لا ډيرې څيړنې او مطالعات ترسره شي.

نورولوژیستان او د تحقيق ليکوالان يو بل مهم ټکي ته هم اشاره کړې ده: د څيړنې په اکثرو په مواردو کې د بويايي او ذايقې حسونو اختلال او د عضلاتو د درد نښې، د ناروغۍ په ابتدا کې ليدل شوي دي.

په حاضر وخت کې پر دې موضوع څيړنې ادامه لري تر څو مشخصه شي چې په کرونا ناروغۍ کې د تنفس ناڅاپي قطع کيدل تر کومه بريده د اعصبي ستونزو له امله پيښيږي.

داکترانو ته سپارښتنه

د آلمان د نورولوژي ټولنې مشر، پيتر برلي، په دې اړه وايي، د عصب پيژندنې له مخې، دغه مسئله له دې سره ارتباط لري چې د عصب مرکزي سيستم د کرونا ناروغۍ په پرمختک کې څومره ښکيلتيا لري.

د دغې څيړنې ليکوالان داکترانو ته سپارښتنه کوي، که د معايناتو پر وخت په افرادو کې ورته عصبي علایم ويني ډيره پاملرنه وکړي. احتمالا دا ډول افراد په کرونا اخته وي چې په معایناتو کې لازمه نه پاملرنه، «کیدای تشخيص کې د تيروتنې او يا يې تشخيص ناوخته وشي چې دا نورو کسانو ته د ناروغۍ د انتقال سبب هم ګرځي.»

دويچه ویله/م.ک.ص/ ا.ا