1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا ويروس په چټکۍ سره په نړۍ کې پر خپريدو دی

۱۳۹۸ اسفند ۱۳, سه‌شنبه

د کوويد – ۱۹ په نوم ناروغي لا ډېرو هېوادونو او پلازمينو ته رسېدلې ده او په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د چين څخه دباندې نهه چنده زياتې مثبتې پېښې ثبت شوي دي. په پاکستان کې هم د کرونا د نوې پېښې رپوت ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3YnUx
Indonesien Ankuft der Diamond Princess Besatzung aus Japan
انځور: Reuters/Antara Foto/M. Adimaja

کرونا ويروس په ټوله نړۍ کې د خپريدو په حال کې دی. امريکا او اروپا هره ورځ د دغه ناروغۍ نوې پېښې ثبتوي. د روغتيا نړيوال سازمان مشر تدروس ادهام غيبريسوس ويلي دي چې نړۍ د کرونا پر وړاندې يو «بې نقشې قلمرو» دی.

نوموړي يوې مطبوعاتي غونډه ته وويل: «موږ تر دې دمخه هیڅ داسې تنفسي ناروغي نه وه ليدلې چې پرگنو ته یې د انتقال وړتيا لرله خو په سمو اقداماتو یې مخه نيول کيدای شوای.»

کرونا ويروس د چین په ووهان ښار کې پیدا شو وو او تر ټولو ډېرې مثتبې پېښې يې هم په چين کې ثبت دي. خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټوله نړۍ تر هغه نهه چنده زياتې پېښې ثبت شوي دي لکه په چين کې. د روغتيا نړیوال سازمان زياته کړې ده چې په ايتاليا، جنوبي کوريا، ایران او جاپان کې د دې ناروغۍ خپريدل ډېره د انديښنې وړ خبره ده.

په نړيواله کچه څومره پېښې ثبت شوي؟

تر اوسه د نړۍ په ۶۰ هېوادونو کې تر ۹۰زرو زياتې مثبتې پېښې ثبت شوي دي او په دې ناروغۍ د مړو شويو شمیر تر ۳۱۰۰ اوښتی دی.

د مړينې تر ټولو زيات موراد په چين کې ول، خو د چين حکومت نن، سه شنبه د تازه معلوماتو په حواله ويلي چې په دې ناروغۍ د ککړيدونکي شمير مخ پر کميدو دی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۴ نوې پېښې ثبت شوي دي. دا د جنورۍ له ۲۱ نيټې راهيسې د مثبتو پېښو تر ټولو کم شمير دی. دا هم ويل شوي چې ۵۹ سلنه مريضان چې تر درملنې لاندې ول، روغ شوي دي.

بل لوري ته جنوبي کوريا بيا د سه شنبې په ورځ د ۸۵۱ نويو پېښو د ثتبولو خبر ورکړی. په دې توگه په دغه هېواد کې د مثبتو پېښو شمير ۵۱۰۰ ته رسېدلی چې دا تر چين وروسته تر ټولو زيات شمير دی.

په امريکا متحده ايالاتو کې هم چارواکو د دوشنبې په ورځ د کرونا له کبله د شپږم تن د مړينې خبر ورکړ. د مړينې ټولې پېښې په واشنگټن ایالت کې شوي دي.

د ایران او پاکستان وضعيت

په پاکستان کې چارواکو د سه شنبې په ورځ د کرونا ويروس د يوې نوې پېښې خبر ورکړی. په دې توگه په دغه هېواد کې د کرونا د مريضانو شمير ۵ ته لوړ شوی دی. د پاکستان د روغتيا وزير ظفر مرزا وويل چې د ناروغ حالت ښه دی.

د پاکستان د جيو تلویزيون د معلوماتو له مخې دغه د گلگت بلتستان يوه ۴۵ کلنه ښځه ده چې څو ورځې تر مخه له ایران څخه بيرته پاکستان ته ستنه شوې وه. په پاکستان کې تر اوسه په دې ناروغۍ اخته شويو کسانو په دې وروستيو کې ايران ته سفر کړی وو.

Iran Coronavirus
تر چين وروسته په کرونا تر ټولو ډېر کسان په ايران کې مړه شويانځور: YGC

په ايران کې بيا د کرونا ويروس خپريدو د روغتيا نړيوال سازمان انديښنې راپارولي دي. تر چين وروسته ايران هغه هېواد دی چې پکې د دې ويروس له کبله تر ټولو زيات انسانان مړه شوي دي. د رسمي شمیرو په حواله په ايران کې د مړو شمير ۶۶ تنو ته رسېدلی دی. دا په داسې حال کې ده چې ځينې رسنۍ بيا دغه شمير ډېره لوړه ښيي.

په اروپا کې وضعيت څرنگه دی؟

د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې تر ۲۱۰۰ زياتې مثبتې پېښې تائيد شوي دي چې تر ټولو ډېرې یې په ايتاليا کې دي. په دغه هېواد کې د کوويد – ۱۹ ۲۰۰۰ پېښې ثبت شوي دي. تر دوشنبې ورځې پورې په ايتاليا کې د کرونا له وجې د مړو شمير ۵۲ ته رسېدلی وو.

په آلمان کې بيا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تازه پېښو شمير دوه چنده شوی دی. په تورنگن او براندنبورگ ایالتونو کې د دوشنبې په ورځ د نويو پېښو خبر ورکړل شوی او په دې توگه په آلمان کې د کرونا د مريضانو شمير ۱۵۷ ته رسېدلی دی.

اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ د خطر کچه له «ټيټ څخه منځني» او «منځني څخه لوړ» ته پورته کړې ده.

د کرونا نوې پېښې چېرته ثبت شوي؟

د نړۍ په يو شمير سترو ښارونو لکه نيويارک، مسکو او برلين کې د کرونا ويرس مثبتې پېښې ثبت شوي دي. په سعودي عربستان، لاتويا، اندونیزيا، مراکش، تونس، سينگالو اردن او پرتگال کې هم په لومړي ځل د دې ويروسي ناروغۍ پېښې ثبت شوي دي.

bs/nz (Reuters, AP)

زموږ له آرشيف څخه: