1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا ويروس؛ په جوماتونو کې د لمونځو وختونه محدود کړل شوي

۱۳۹۸ اسفند ۲۲, پنجشنبه

د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوی له پاره چې تر اوسه د نړۍ سلو هېوادونو ته رسېدلی دی، په مصر کې په جوماتونو کې د لمونځونو وختونه محدود کړل شوي دي. مسجدونو ته همدا راز په آزاده فضا کې د لمونځونو د ادا کولو لارښوونه هم شوی.

https://p.dw.com/p/3ZGr3
Betende Muslime in Kairo
انځور: picture-alliance/dpa/V. Denis

د رپوټونو په حواله په مصر کې چې د شمالي افريقا يو اکثريت مسلمان ميشته هېواد دی، دا گام په دې وجه پورته کړل شوې چې په دې هېواد کې د امکان تر حده د کرونا ويروس د خپريدو مخه ونيوله شي.

د عربي نړۍ د دې تر ټولو زيات نفوس لرونکي هيواد د مذهبي سازمونو او اوقافو وزارت په ټولو مسجدونو کې د لمانځه وختونه محدود کړي دي.

د «الاهرام» په نوم مصرۍ ورځپاڼې د اوقافو وزارت په حواله ليکلي دي چې د هيواد د ټولو مسجدونو ادارو ته لارښوونه شوې ده چې وروسته له دې د لومړي اذان او اقامت ترمنځ وخت بايد تر لسو دقيقو ډېر نه وي.

د «الاهرام» په حواله دا پريکړه به د مصر په مسجدونو کې د سهار، ماسپښين، مازيگر او ماښام د لمونځونو پر وخت عملي کيږي، په داسې حال کې چې د ماسختوتن د لمانځه له پاره د اذان او اقامت ترمنځ زماني واټن يوازې پنځه دقيقې ټاکل شوی دی.

د جمعې خطبه يوازې ۱۵ دقيقې

د «کې اين ای» خبري آژانس ليکلي دي چې پر دې اقداماتو سربيره د مصر د اوقافو وزارت دا لارښوونه هم کړې ده چې تر دې وروسته د مصر په هر جومات کې د جمعې د لمانځه خطبه بايد ۱۵ دقيقې وي. پر دې سربيره ټولو مسجدونو ته دا لارښوونه هم شوې چې که امکان یې وي نو د جمعې لمونځ د بند تعمير پر ځای بايد په آزاده فضا کې ادا کړل شي.

سعودي عربستان هم څو ورځې تر مخه د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه په مدينه او مکه ښارونو کې د عمرې مراسمو په موقتي توگه درولي دي. همدا راز يو شمیر نورو هيوادونو هم پر تگ راتگ محدوديتونه وضعه کړي دي.

تر اوسه په ټوله نړۍ کې تر يو لک يو پنځلس زره زيات کسان اخته شوي دي او د دې مرض له کبله د مړو شويو شمیر هم تر څلورو زرو اوښتی دی.

په مصر کې هم په سترو غونډو او راټوليدو بندیز لگول شوی دی. د مصر د روغتيا وزارت ويلي دي چې تر اوسه په دغه هيواد کې د کرونا ۵۹ پېښې ثبت شوي دي او د معلوماتو په حواله تر اوسه هلته په دې مرض څوک مړه شوي نه دي.

bs/nz (KNA)

زموږ له آرشيف څخه: