1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: متحده ايالاتو کي د ناروغانو شمېر تر ۱۰۰ زرو واوښت

۱۳۹۹ فروردین ۹, شنبه

په متحده ايالاتو کي په کرونا د اخته سوو کسانو شمېر تر ۱۰۰ زرو واوښت. ترمپ غواړي د جنګي اقتصادي قانون په رڼا کي شرکتونه د تنفسي آلو جوړولو ته مجبور کړي.

https://p.dw.com/p/3a9uL
Coronavirus USA Seattle Teststation Drive-Through
انځور: Reuters/L. Wasson

د امريکا متحده ايالاتو د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۲۸) د کرونا د زيات مريضانو په ترڅ کي چين شاته پرېښود. د امريکا په متحده ايالاتو کي په کرونا ويروس د اخته سوو کسانو شمېر تر سلو زرو څخه زيات سوی دی. په بل هيڅ هيواد کي دمګړی په دغه شمېر د کرونا لرونکو شمېر نه دی ثبت سوی او په دې توګه په ټوله نړۍ کي تر ټولو زيات د کرونا په ويروس اخته لرونکو کسانو هيواد د امريکا متحده ايالات دي.

د متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د کويد ۱۹ ويروس سره د مبارزې په خاطر د دغه هيواد د تاريخ تر ټولو لوی حجم لرونکې د مصارفو بسته منظوره کړې ده. ولسمشر د دې تر څنګ د جګړيز اقتصادي قانون د فعالولو هوډ کړی دی چي په مرسته يې جنرل موټرز شرکت په دې مکلف کړي چي د مصنوعي تنفس آلې جوړي کړي.

د امريکا د متحده ايالاتو د روغتيا وزارت کولای سي چي د «دفاعي صنعت قانون» له مخي له جنرل موټرز شرکت څخه وغواړي چي د حکومت په امر د تنفسي آلو د جوړولو فرمايش عملي کړي او ورته لومړيتوب ورکړي. ترمپ ويلي چي جنرل موټرز تر مخه لا په دې موضوع کي «وخت ضايع کړی دی.» د هغه په وينا په خپل نوي اقدام سره غواړي دا يقيني کړي چي د سااخيستنې يا تنفس آلې د امريکايانو د ژوند ژغورلو له پاره ژر تر ژره په کافي اندازه جوړي کړل سي.

جنرل موټرز په خپل غبرګون کي ويلي چي له يوې اونۍ راهيسي يې د تنفسي آلو د جوړولو له پاره شپه او ورځ يوه کړې ده.

AFPD/AWA