1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا: له افغانستان سره نړېوالې مرستې څه ډول لګول کیږي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۱, پنجشنبه

د افغانستان د روڼتیا څار سازمان وايي چې افغانستان ته د کرونا سره د مبارزې په موخه د میلیونونو ډالرو د مرستو لګولو څرنګوالی د جدي اندېښنې وړ دی. له کرونا سره د مبارزې له پاره میلیونونه ډالر مرستې شوي دي.

https://p.dw.com/p/3bcLW
Afghanistan Herat | Coronakrise | Weizen Spende
انځور: S. Tanah

 افغانستان سره د نړېوالو مرستو په لړ کې د پیسو نړېوال صندوق تازه اعلان کړی چې دغه هېواد ته به کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه ۲۲۰ میلیونه ډالره مرسته ورکړي. تردې وړاندې اروپايي ټولنې د ۱۱۷ میلیونه ایرو مرستې اعلان کړی. خو په افغانستان کې ددغو مرستو د لګولو څرنګوالی له جدي نېوکو سره مخامخ دی.

د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدو د کمېسیون یوشمېر غړو نن د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ میلادي کال د اپریل ۳مه) د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز او له کرونا سره د مبارزې کمیټې د عامه پوهاوي مسؤل وحید عمر لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل. سناتورانو ویلي چې دغو جګپوړو چارواکو له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د لګول شوې بودیجې په اړه د قناعت وړ ځواب نه دی ویلی.

د افغانستان د روڼتیا د څار سازمان د څېړنو د څانګې مسؤل عزت الله ادیب، په دې هکله دویچه ویله ته وویل چې له افغانستان سره د کېدونکو نړېوالو مرستو او د هغوی د مصرف بهیر په سمه توګه نه څارل کیږي. ښاغلي ادیب اړمنو کورنیو سره د مرستو په اړه زیاته کړه: «موږ نه پوهیږو دا مرستې چاته رسیږي؟ په ولایتونو او ولسوالیو کې د ځايي چارواکو څومره برخه ده او ان په کابل ښار کې چې دا اوس د پخو ډوډیو د ویش خبره ده اکثر د ګذر وکیلان خپله کورنۍ او ده ته نیږدې کورنۍ په لیست کې نیسي، هغه اصلي بې چاره ګان بیا هم پاتې وي.»

ښاغلی ادیب پر نړېوالو مرستندویه بنسټونو غږ کوي چې افغانستان سره کېدونکې مرستې دې مشروطې کړې، کنه حیف و میل کېدل او شخصي جېبونو ته د دغو پیسو لوېدل به افغانستان لانور بحران ته ورټېله کړي. 

بې وزلې کورنۍ څه وايي؟

صابره چې د څلورو ماشومانو مور ده، دویچه ویله ته وویل چې تراوسه یې له هیڅ مرستندویه بنسټ څخه مرسته نه ده ترلاسه کړې، خو د دولت له خوا د پخې ډوډی مرستو لیست کې یې نوم شامل دی. صابرې زیاته کړه: «یواځینی ۱۷ کلن زوی مې د کورنۍ لپاره د نفقې ګټلو مسؤلیت پرغاړه لري چې هغه هم له یوې میاشتې ډیر وخت شو چې وزګار دی اوس له دکاندارانو څخه په قرض سودا راوړو.»

په ورته وخت کې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د روانې اوونۍ په وروستیو کې به د کابل سربېره د هېواد په یو شمېر نورو ښارونو کې هم د مرستو دا لړۍ پیل شي. د ولسمشر د دغې ژمنې په ځواب کې بیا ځینې کورنۍ اندېښمنې دي چې نانوایانو ته اوږده کتارونه به د کرونا ویروس د لاچټکې خپریدو ته لار هواره کړي.

د وچې ډوډی د ویش یوې څارونکې حکیمي په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «خلک د ډوډۍ د ویش په کتارونو کې بې نظمي کوي، ډير احتمال شته چې د همدغو کتارونو له لارې د کرونا ویروس خپور شي او لاډیر کسان په اخته شي.»

په افغانستان کې د مرستو د ویش په اړه یو بنسټیز خنډ دا هم دی چې دلته د بې وزلو کورنیو کره شمېر او د هغوی په اړه ټول مالومات په لاس موجود نه دي.

Afghanistan Paktika Maßnahmen Umgang mit dem Coronavirus
انځور: DW/F. Zahir

په افغانستان کې د ایشیا فونډیشن یا د آسیا بنسټ د پروګرامونو د برخې رییس فضل ربي وردګ، دویچه ویله ته وویل چې د یوه ښکاره میکانیزم د نشتوالي له امله په هېواد کې د مرستو ویش ډیر اغیزمن نه تمامیږي. ښاغلي وردګ وویل: «زموږ حکومت یا هره بله مرستندویه ټولنه سمه ډیټا یا مالومات نه لري، په دې مانا چې په څومره شمېر کې اړمن کسان شته او چیرته ژوند کوي، د افغانستان په کومو ولایتونو، کومو ولسوالیو او ان په کومو کلیو کې دي؟»

د کرونا ویروس د خپرېدو سره سم په ولایتونو کې هم د دغو پیسو پر ناسم لګولو جدي نېوکې شوي دي. د لوګر ولایت یوه مدني فعال نصرت الله وفا، دویچه ویله ته وویل چې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې لوګر ته د ځانګړو شویو پیسو په اړه تراوسه پریکړه نه ده شوې.

ښاغلي وفا وویل: «د لوګر لپاره ۳۳ میلیونه افغانۍ ځانګړي شوي چې باید د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه طبي کیټونه او نور اړین توکې پرې واخېستل شي، خو یوشمېر چارواکي هڅه کوي چې قرارداد خپلو شرکتونو ته واخلي چې له امله یې دا چاره په ټپه درولې ده.»

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې څه موده وړاندې نړېوال بانک له افغانستان سره د ۱۰۴ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ، دغه راز اسیايي پراختیايي بانک هم د ۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو مرستې ژمنه کړې.

اسماعیل شاکر – کابل