1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لس ميلیونه ماشومان به ښايي «بيرته ښوونځي ته ستانه نه شي»

۱۳۹۹ تیر ۲۳, دوشنبه

د «سيو دي چلدرن» ټولنې د کرونا له وجې په ټوله نړۍ کې د زده کړو د بحران څخه خبرداری ورکړی دی. دغه ټولنې ويلي چې کابو لس میليونه هغه کوچنيان به چې د ښوونځيو د تړل کيدو له وجې اغیزمن شوي، بيرته ښايي ښوونځي ته ستانه نه شي.

https://p.dw.com/p/3fDdQ
Liberia leeres Klassenzimmer einer Schule in Monrovia
انځور: picture-alliance/dpa/A. Jallanzo

د ماشومانو د مرستې ټولني « Save the Childen» په خپل تازه رپوت کې ويلي دي چې د اقتصادي رکود له کبله د نړۍ بې وزله هېواونه په راتلونکو ۱۸ مياشتو کې د زده کړو په برخه کې لږ تر لږه د ۷۷ میليارده ډالرو له نشتوالي سره مخ دي.

دغي نړيوالې مرستندويه ټولنې ويره څرگنده کړې ده چې که وضيعت بدتر شي او زده کړو ته ځانگړې شوې بودجه له کرونا سره پر مبارزه مصرف شي نو ښايي د پېسو دغه تشه نوره هم پراخه شي او په ۲۰۲۱م کال کې ۱۹۲ ميلياردو ډالرو ته اړتيا وي. 

د دغه سازمان د رپوټ په حواله د کرونا له کبله د ښوونځيو تړل کيدو ۱،۶ ميليارده ماشومان له ښوونځيو ايسار کړي ول، چې دمگړۍ دغه شمیره کابو يو ميليارد ده. د سيو دي چلدردن ټولنې په دغه رپوت کې چې «زموږ زده کړې ډاډمنې کړئ» تر سرليک لاندې خپور شوی، ويل شوي چې کابو لس ميليونه نجونې او هلکان به ونه شي کولی بيرته ټولگيو ته ستانه شي.

د کرونا تر وبا د مخه لا کابو ۲۵۸ میليونه ماشومان او ځوانان ښوونځيو ته نه تلل.

د خطرونو شیطاني حلقه

د «سيو دي چلدرن» ټولنې په حواله د ښوونځيو د تړل کيدو اغیزې ډېرې پراخې دي: پر نورو سربیره په دې موده کې ماشومان له يوې داسې ډاډمنې سرپناه څخه محروم شوي چیري چې یې له دوستانو سره ساعت تیري کولی شوای او په ځينو سیمو کې یې لږ تر لږه د يوه وخت ډوډۍ او روغتيايي خدماتو ته لاس رسی درلود.

Indien Kinder arbeiten in einer Ziegelfabrik in Deogarh
ښوونځي ته د تلو پر ځای په کار بوخت ماشومانانځور: Imago/Robertharding

همدا راز يو بل مهم فکتور چې په دې ترڅ کې له منځه تللی، د کنترول دی ځکه په زياتره قضيو کې ښوونکي هغه لومړي کسان وي چې پوهيږي چې يو ماشوم خو له کورني تاوتريخوالي سره مخ نه دی؟

پر کرونا وبا سربیره پر دې ماشومانو د کار، ځانگړي زور زياتي او د کم سنۍ د حامله دارۍ د خطرونو شيطاني حلقه لا پسې قوي کړې ده. او څومره چې ماشومان له ښوونځی لیرې پاتیږي، هومره دغه خطرونه ډيريږي.

د «سيو دي چلدرن» د آلمان د برخې مشره سوزانه کروگر د نړۍ له ټولو حکومتونو غوښتنه کوي چې د ښوونځيو د شمير د کمولو پر ځای دې په چټکه توگه د زده کړو د برخې بودجې لوړي کړي، څو د شتمنو او بې وزلو او نجونو او هلکانو ترمنځ توپیر زيات نه شي.

کروگر ټينگار وکړ: «هغه کوچنيان چې لا دمخه ډېر بې برخې ول، تر ټولو ډېر اغیزمنيږي ځکه دغه ماشومان د انترنت له لارې انلاین صنفونو او يا د زده کړو نورو ډولو ته لاس رسی نه لري.«

bs/nz (kna, epd)

زموږ له آرشيف څخه: