1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

کرونا:‌ فريبکاران څنګه له روان کړکېچه ګټه اخلي؟

۱۳۹۹ فروردین ۲, شنبه

ځينې خلک له بېړنيو او خطرناکو حالاتو څخه د جرايمو د تر سره کولو په موخه ګټه اخلي.‌ په آلمان کې اوس فريبکاران د کرونا تست یا معاېنې اخيستونکو په شکل راڅرګنديږي.

https://p.dw.com/p/3Zpp7
Deutschland Bluttat in Hanau | Mehrere Tote durch Schüsse
انځور: Reuters/K. Pfaffenbach

د آلمان د زاکسن آيالت پوليس د خپلو څرګندونو په حواله داسې يوه قضيه څېړي‌چې د روغتيا ادارې شکمن کارکوونکي‌پکې د آلمان په برانديس نومي ښار کې يوه ۵۸ کلن سړي ته د شپې له خوا ورغلي‌دي.‌تر مخه يې دغه سړي‌ته په تليفون کې زنګ وهلی وو.‌د راینلند فلڅ آيالت په بيتبورګ ښار کې هم پوليسو له ورته فريب او چلونو څخه خبرداری ورکړی دی.‌په برانديس کې نامعلومو عاملينو بې له دې چې د تليفون شمېره يې معلومه شي، هغه ۵۸ کلن سړي‌ته زنګ وهلی وو او ورته ويې ويل چې يو ملګری يې په کرونا اخته او په روغتون کې بستر دی چې له دې کبله بايد له نوموړي څخه هم فوراً تست يا ازمايښت واخيستل شي. د سهار په څلور نيمو بجو په رښتيا سره په طبي‌لباس او ماسکونو سمبال دوه شکمن کسان د هغه کور ته ورسېدل او د لاړو نمونې يې واخيستلې.‌يو څو ساعته وروسته دغه سړي‌ته زنګ راغی چې ‌تست يې منفي‌وو او دی په دغه مرض اخته نه وو.‌خو سړي‌په دې ترڅ کې پوليسو ته زنګ وهلی وو ځکه چې دا هر څه ورته ډېر عجيبه او مشکوک ښکاره شوي‌وو.‌د پوليسو مامورينو اټکل وکړ چې عاملينو د غلا د کولو کافي‌چانس نه درلود ځکه چې نورو خلکو هم ليدلي ول.‌

په تېره زاړه کسان د ټګانو ښکار ګرځي

په بيتبورګ ښار کې بيا نارڅرګندو کسانو ځانونه د عامې روغتيا د ادارې او روغتونونو ډاکتران معرفي‌کړي‌ول.‌هغوی ادعا کوله چې مخاطبين يې له خطر سره مخامخ دي چې له کبله يې بايد په کور کې عاجله معاينه وشي.‌په بدل کې بايد ۲۰۰ يورو سمدلاسه ورکړل شي.‌خو دا چې آيا عاملين په دغه چل او فريب بريالي‌شوي‌دي‌که نه، لا څرګنده نه ده.‌د پوليسو په حواله دغه فريبکارۍ د هغو نورو چلونو يوه برخه ده چې عامو خلکو ته پکې تل زنګونه وهل کيږي چې د دغو خلکو اکثريت يې زاړه کسان دي.‌دغه عاملين ځانونه ډېری وخت پوليس يا داسې خپلوان معرفي‌کوي‌او ادعا کوي‌چې په يو خراب اقتصادي‌وضعيت کې قرار لري‌چې له کبله يې د مرستې غږ ورباندې کوي. په نورو مواردو کې دغه عاملين د کرونا ويروس هم د بهانې په توګه راوړي.‌د نوردراين ويستفالن آيالت په وارندورف ښار کې پلټونکي‌رپوټ‌ورکوي‌چې ځينو خلکو ته تليفونونه کيږي‌چې فريبکاران پکې ځانونه خپلوان معرفي‌کوي‌چې په روغتون کې بستر وي او د کرونا ويروس د درلودلو له کبله د قيمته دارو درملو د لاس ته وروړلو په خاطر پيسو ته ضرورت لري.

ای اف پي/ن ص/ش ن