1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کرونا شخړي او بحرانونه نورهم شدید کړل»

۱۳۹۹ دی ۷, یکشنبه

«ډوډۍ د نړی لپاره»الماني سازمان اندیښنه لري، چي د کرونا بحران به تر ټولو دمخه د افریقا پربراعظم باندي سخت منفي عواقب ولري. دهغه څخه اکثره هغه خلګ متأثره سوي، چي په شخصي سکټور کي کار کوي.

https://p.dw.com/p/3nFQC
Senegal Dakar | Coronavirus | Fischerei
آرشيف انځور: په سنيګال کي کب نيونکي هم له کرونا پاندمي سخت اغېزمن سوي ديانځور: Sadak Souici/Le Pictorium/dpa/picture alliance

دغه خبره د «ډوډۍ د نړی لپاره»الماني پروتستانت خیریه سازمان څخه د افریقا کارپوهي، ایزابیل اوهه تیره پنجشنبه (د ډسمبر ۲۴ مه) د «منهایمر مورګین» ورځپاڼي ته وکړه. په خبره یې د کرونا پانډمي د افریقا براعظم ته د نورو تر څنګ د ملاریا دواوو او پشه خانو رسول ډیر سخت کړي دي. دا ځکه چي کرونا بین المللي ترانسپورټ په اونیو اونیو قطع کړی.

ایزابیل اوهه وايي، چي په افریقا کي هرکال ۲۵۰۰۰۰ کوچنیان د ملاریا څخه مړه کیږي. یعني دا چي په هرو دوو تر درو ثانیو پوري یو کوچنی د ملاریا څخه مړ کیږي. په افریقا کي د کرونا وبا تر اوسه پوري ډیره نده شیوع سوې. دا ځکه چي د افریقا نیمايي نفوس تر ۱۷ کلنۍ ځوانان دي او لکه دلته په جرمني کي هلته هم پر ځوانانو باندي د هغه علایم ښه نه معلومیږي.

که څه هم د افریقا ډیر دولتونه د ایبولا ویروس د پخوانۍ سابقې په دلیل ښه امادګي لري، خو د «کرونا بحران شخړي او بحرانونه نورهم شدید کړل. د هغه څخه تر ټولو دمخه هغه خلګ ډیر متأثره سوي، چي په شخصي سکټور کي کار کوي، یا کوچني معامله ګران او سوداګران دي ، چي په ښارونو کي کار کوي او پیسې ګټي.» همدغه قشر تر ټولو دمخه د کرونا د قیوداتو او تګ راتګ د محدودیتونو څخه سخت متأثره دی.

آ./ق.م./ا.ا.