1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د مطبوعاتو آزادي

کرونا:‌ دويچه ويله تر تعقيب لاندې د ژورنالستانو غږ پورته کوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۵, دوشنبه

ګواښونه، تاوتريخوالی او نيونې:‌ په ټوله نړۍ کې ژورناليستان له دښمنۍ او تعقيب سره مخامخ دي ځکه چې غواړي‌ په خپلواکه توګه د کرونا وبا په هکله رپوټ‌ ورکړي. ‌دويچه ويله د دغو خبريالانو کار د بيان د آزادۍ پر جايزې سره ستايي.

https://p.dw.com/p/3bhp4
Tanzania We need freedom of press
انځور: DW/A. Juma

د کرونا کړکېچ په هکله د راپور جوړونې په برخه کې دويچه ويله تر لسو ډېرو ښځينه او نارينه ژورناليستانو ته خپله سږنۍ د بيان آزادۍ جايزه ورکوي.‌ د جايزې ګټونکي له څلورو لويو وچو راځي چې د نورو په استازيتوب به ستايل کيږي:‌ يعنې په نړۍ کې د ټولو هغو رسنيزو کارکوونکو په نوم چې تر سختو شرايطو لاندې د نوي ډول کرونا ويروس او خپرېدنې په هکله يې معلومات خپروي.

د دويچه ويله مشر پېتر ليمبورګ، په برلين کې د جايزې د ګټونکو د اعلان پر مهال وويل:‌ «د يوه نړيوال روغتيايي‌ بحران پر مهال ژورناليزم کليدي رول لري، او هر ژورناليست لوی مسئوليت هم لري.»

هغه زياته کړه:‌ «د هر هېواد وګړي پر واقعيتونو ولاړو معلوماتو او انتقادي نظرياتو ته د لاسرسي حق لري.‌ هر ډول سانسور کېدای شي د خلکو ژوند واخلي! هغه هڅې چې غواړي د اوسني وضعيت په هکله رپوټ جوړونه جرم وښيي،‌ په ښکاره توګه د بيان آزادۍ ته زيان رسوي«.

حمله، ګواښ او نيول کېدل

د ملګرو ملتونو له خوا د بشري حقونو مسئولې‌ ميشل باشلت،‌ د جايزې ګټونکو ته په خطاب سره په يوه ويډيويي پيغام کې وويل چې عوام «د وبا په هکله بشپړو او دقيقو معلوماتو ته اړتيا لري او بايد په هغو پرېکړو کې ښکېل شي چې د هغوی په نوم نيول کيږي». د هغې په خبره «ډېره ټکان ورکوونکې ده چې پر ژورناليستانو بريدونه او ورته ګواښ‌ کيږي؛ هغوی نيول کيږي؛‌ په ناسمو جرمونو تورنيږي او دوسيې ورته جوړيږی او حتی لادرکه شوي دي ځکه چې د وبا په هکله يې رپوټ ورکړی دی.»

د ژورناليستانو مختلفې ټولنې د کوويد-۱۹ وبا په ترڅ کې د رسنيو د آزادۍ د پراخو محدوديتونو په هکله شکايت کوي.‌ د بې پولو خبريالانو سازمان (ROG) په خپله ويبپاڼه کې ليکي چې «په ټوله نړۍ کې مطلق العنانو رژيمونو دريغ نه دی کړی چې له دغه بې ساري‌ بحران څخه ګټه واخلي څو ملي رسنۍ کنترول يا په کې کنترول ډېر او دولتي سانسور زيات کړي.«

د رسنيو نړيوال انستيتوت (IPI) د وبا په لړ کې په بې شمېره هېوادونو کې [د اپريل تر ۲۹مې نېټې پورې] د رسنيو د آزادۍ د تر پښو لاندې کولو ۱۵۰ موارد ثبت کړي دي.‌ دغه انستيتوت د سانسور،‌ اطلاعاتو ته د لاسرسي پر سر د محدوديتونو،‌ خو په تېره بيا د ژورناليستانو د نيونو او د لفظي او بدني شخړو او بريدونو موارد هم ښکاره او رابرسېره کړي دي.

»زه له مرګ څخه نه وېريږم«

‌تر ټولو سخت وضعيت ژورناليستان په هغو هېوادونو کې ګالي چې د رسنيو آزادي په کې هسې هم ډېره محدوده ده.‌د مثال په ډول په چين کې چېرته چې دغه ويروس د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کې په لومړي ځل کشف شو.‌د بې پولو خبريالانو په حواله د کرونا کړکېچ پر مهال ټولې نړۍ «په چين کې د خبرونو د تقريبا بشپړ کنترول اغېزې» محسوسې کړې دي.‌ د ترديد او شک پر مهال «د سانسو د اوامرو پلي کېدل د روغتيايي‌حفاظت د پاسه» راځي او ډېر اهميت لري.‌ د دغې ټولنې د رسنيو د آزادۍ په سږني‌ فهرست کې چين څلورم تر ټولو وروستی ځای نيولی دی.‌

د چن کیوشي په نامه دغه چینايي خبریال په وهان ښار کې د کرونا وبا په هکله تازه معلومات خپرول.
د چن کیوشي په نامه دغه چینايي خبریال په وهان ښار کې د کرونا وبا په هکله تازه معلومات خپرول. انځور: Chen Qiushi

په ټوله نړۍ کې سرټکي‌ بيا د پانديمي‌يا وبا پر مهال د يو شمېر ژورناليست وګړو [خصوصي خبريالانو] تري‌تم کېدلو جوړ کړي ول.‌د مدافع وکيل چېن چيوشي په تويتر او يوټيوب کې له تر قرنطين لاندې راغلي ميليوني ښار ووهان څخه رپوټ ورکړی وو، مخکې له دې چې د فبرورۍ مياشتې په شپږمه لادرک شي. چېن چيوشي يو څو ورځې تر مخه د يوټيوب په يوه ويډیو کې ويلي‌ول:‌«زه وېره لرم:‌زما په مخ کې مرض او زما په شا کې د چين پوليس او قضا ولاړه ده»

هغه زیاته کړې وه: «تر څو چې ژوندی يم به خپلو رپوټونو ته دوام ورکوم - او يوازې هغه څه به شريکوم چې مې خپله ليدلي يا اورېدلي‌ وي.‌زه له مرګ څخه نه وېرېږم.‌کمونيستي ګونده:‌فکر کوې چې زه درڅخه ويره لرم؟»

دغه ويډيو درې ميليونه ځله کليک شوې ده.‌دا چې چېن له کمونيستي‌ګوند څخه نه ډاريږي، دغه خبره يې په ۲۰۱۹ کال کې هم کړې وه.‌هغه مهال دغه حقوقپوه په هانکانګ کې د احتجاجونو په هکله رپوټونه ورکړي ول.

فانګ بین، لا درکه دی خو له هیر نه دی.
فانګ بین، لا درکه دی خو له هیر نه دی. انځور: Getty Images/AFP/I. Lawrence

سوداګر فانګ بین هم په خپل پلرني ښار ووهان کې د وضعيت په اړه ويډيوګانې او ژوندي رپوټونه په انترنيټ کې خپاره کړي وو مخکې له دې چې تري تم شي.‌د فبرورۍ په اوله يې د نورو تر څنګ د جسدونو د کڅوړو او کفنونو فلم اخيستی وو چې د يوه روغتون مخکې ولاړ يوه موټر کې ول.‌ په ورپسې ورځ فانګ رپوټ‌ ورکړ چې پوليسو يې لاپتاپ ورڅخه اخيستی او تحقيقات يې ورڅخه کړي دي. د فبرورۍ د نهمې نېټې راهيسې فانګ بين په بشپړه توګه لادرکه دی.‌دغه شان ظلمونه دوام لري:‌د اپريل د ۱۹مې راهيسې درې چينايي‌فعالان هم بې درکه دي چې تر مخه يې د سانسور ضد يوه پروژه کې برخه اخيستې وه.

د لوړو مقاماتو له خوا ګواښونه

د يلينا میلاشينا قضيې په روسيه کې هم نړيواله توجه جلب کړې ده.‌دغه په نړيواله سطح مشهوره تحقيقاتي ژورناليسته د ۱۹۹۶ کال راهيسې د «نووايا ګازېتا» ورځپاڼې له پاره ليکنې کوي. اوس ميلاشينا د کرونا له کړکېچ سره په روسيې پورې مربوط د چېچنيا جمهوريت د چلن له کبله د هغه ځای د واکمن رمضان قديروف له خوا په نخښه شوه.‌د اپريل مياشتې په نيمايي‌کې ميلاشينا په يوه مطلب کې ليکلي‌وو چې د دغې سيمې اوسېدونکي چې د کوويد-۱۹ علايم لري، له ظلمونو څخه د وېرې له کبله ډاکترانو ته مراجعه نه کوي.‌يوه ورځ‌ وروسته قديروف په ټولنيزو رسنيو کې په يوه خپره شوې ويډيو کې ليدل کيږي چې څرنګه د روسيې پر امنيتي‌ادارو غږ کوي او وايي چې «دغه ناکسان چې ليکنې کوي او زما ولس پاروي» بايد ودرول شي. قديروف دا هم وايي چې که دغه ادارې غواړي چې «موږ يو جرم تر سره کړو او مجرمين جوړ شو،‌نو دا دې هم راته ووايي».

میلاشنیا په چینچنیا کې د کرونا وبا په هکله د راپور ورکونې له کبله ګواښونه تر لاسه کړل.
میلاشنیا په چینچنیا کې د کرونا وبا په هکله د راپور ورکونې له کبله ګواښونه تر لاسه کړل. انځور: imago stock&people

د بشري‌ حقونو ډلې دغه څرګندونې د ميلاشينا په وړاندې د مرګ ګواښ ارزوي.‌ دغې پېښې د آلمان د حکومت د بشري حقونو استازې بېربل کوفلر، او د فرانسې د بشري‌حقونو سفير فرانسوا کروکېت، راهڅولي‌ دي.‌هغوی له روسيې څخه غوښتي دي چې د ميلاشينا په وړاندې ګواښونه وپلټي. په يوه ګډه خبرپاڼه کې راغلي دي چې «د دولتي چارواکو له خوا ګواښونه هيڅ د منلو وړ نه دي او د هر ډول قانوني‌حاکميت سره تضاد لري.«

ميلاشينا چې د کلونو راهيسې په چېچنيا کې له بشري‌ حقونو څخه د سرغړونو او اداري‌ فساد په هکله څېړنې کوي،‌ د فبرورۍ په مياشت کې د چېچنيا په پلازمېنه ګروزني په يوه هوټل کې ډبول او وهل شوې وه.

دولس ورځې زندان

د وينزويلايي ژورناليست داروينسن روخاس، له پاره هم د کوويد-۱۹ په هکله د رپوټونو جوړولو ډېر سخت عواقب درلودل.‌ دغه ۲۵ کلن سړي په خپل تويتر کې په وينزويلا کې د کرونا ويروس په هکله معلومات خپرول.‌ د مارچ په ۲۱مه دغه ژورناليست په پلازمېنه کراکاس کې په خپل اپارتمان کې د ځانګړي ځواک FEAS له خوا ونيول شو.‌ په تويتر کې روخاس ورپسې وليکل چې امنيتي ځواکونو ورته ويلي‌ دي چې د کرونا د يوې پېښې په هکله د يوه نامعلوم کس له خوا ورته راپور ورکړل شوی دی.‌ خو د بخښنې د نړيوال سازمان په حواله له هغه څخه وروسته د ده له خوا د کرونا د خپرو شوو مواردو د شمېرو د سرچينو په هکله پوښتنې وشوې. له ۱۲ ورځو بند وروسته روخاس د ضمانت په بدل کې آزاد شو او «غوسې او غضب ته د ودې» او «جرمونو ته د لمن وهلو» په تور ورباندې حقوقي دعوا وشوه. د بخښنې نړيوال سازمان دغه تورونه «سياسي‌انګیزه لرونکي» بللي دي چې «يوه هڅه ده څو د روخاس له خوا په وينزويلا کې د وبا په هکله رپوټونه تر پښو لاندې کړي.«

د ۲۰۱۷ کال راهيسې د بې پولو خبريالانو ټولنې د جنوبي‌امريکا په دغه هېواد کې د رکارډ تر کچې پورې ناببره نيونې او د ژورناليستانو په وړاندې د پوليسو او استخباراتو له لوري تاوتريخوالی ثبت کړی دی.

دويچه ويله د ژورناليستانو آزادېدل غواړي

د دويچه ويله عمومي رئيس پېتر ليمبورګ، په برلين کې ويلي دي: «موږ ټول خپل هغه ښځينه او نارينه همکاران ستايو او جايزې ورکوو چې په دغو سختو وختونو کې يې په تاوتريخوالي سره مخه نيول کيږي ‌چې خپل کار سر ته ورسوي.» د هغه په خبره «دويچه ويله غوښتنه کوي چې ټول ژورناليستان په ټوله نړۍ کې چې د کرونا کړکېچ په هکله د رپوټونو د ورکولو له کبله نيول شوي‌ دي، بايد سمدلاسه خوشې کړل شي.»

د بيان د آزادۍ جايزه د ۲۰۱۵ کال راهيسې هر کال هغو ټولنو او کسانو ته ورکول کيږي چې په استثنايي توګه د بشري‌ حقونو او د بيان د آزادۍ له پاره زيار باسي. د جايزې مخکني‌ګټونکي د سعودي عربستان بلاګ ليکونکی رايف بدوي،‌ د سپينې ماڼۍ د خبريالانو ټولنه او د مکسيکو ژورناليسته او ليکونکې آنابېل هېرناندز دي.‌

په عادي‌ صورت د جايزې د وېشلو مراسم د آلمان په بن ښار کې د رسنيو د نړيوال فوروم (GMF) د اوج يو ټکی دی. خو د کرونا د وبا له کبله د دويچه ويله له خوا رابلل کېدونکی دغه کنفرانس سږ کال يوازې په مجازي او انترنېټي شکل صورت نيسي.