1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: د یونان څخه کم سنه مهاجر نه راایستل کیږي

۱۳۹۹ فروردین ۲, شنبه

د اروپايي ټولنې ځینو هیوادونو غوښتل، چي د یوناني جزیرو څخه کم سنه مهاجر ومني. خو اوس د لوکسامبورگ خارجه وزیر ویلي دي، چي د کرونا بحران په سبب د هغوی راوستل او منل ممکنه نه ده.

https://p.dw.com/p/3ZpHW
Griechenland Lesbos | Flüchtlingskinder aus Afghanistan
افغان مهاجر ماشومان د یونان په ليسبوس جزيره کېانځور: Reuters/C. Baltas

دغه خبره پرون جمعه« د مارچ میاشتي ۲۰ مه» د لوکسامبورگ خارجه وزیر،آسلبورن وکړه. دا هم پداسې حال کي ده، چې د یونان د جزیرو، خصوصأ لیسبوس جزیرې مخته سخته چټلي او کثافات پراته دي او د دې خطر موجود دی، چي کوچنیان ژر مریض او د کرونا ویروس هم په سرعت سره خپور او لویانو ته ورانتقال سي.  هغه ویاله، چي د مهاجرینو د یوه کمپ مخته که څه هم وچه ده، خو تر سره پورې د شنو پلاسټیکو، پلاسټیکي بوتلونو او کاغذونو څخه ډکه ده.

یو کوچنی، چي تقریبأ ۶ کلن معلومیږي، په همدغه کثافاتو کي ساعت تیری کوي. دغه چټل ځای، چي د «ځنگل» په نامه هم مشهوره دی، د مهاجرینو خراب وضعیت په ښه ډول سره بیانولای سي. د لیسبوس په جزیره کي دغه کمپ ته د ډیره پخوا څخه د اروپا د تر ټولو لوی بشري بحران په سترگه کتل کیږي. داسي یو کمپ، چي اصلأ د ۳۰۰ انسانانو له پاره په نظر کي نیول سوی ؤ، پکښی اوس تر ۲۰۰۰۰ هم اضافه کسان ژوند کوي.

د آزه د جزیرو په نورو کمپونو کې هم وضعیت تر دې چندانې ښه نه دی. مجموعأ تر ۴۲۰۰۰ اضافه مهاجرين په دغو کمپونو کي ژوند کوي. اوس چي د کرونا ویروس راپیدا سوی دی، نو د هغوی وضعیت نور هم خرابیدلای سي.

همدا لږ وخت دمخه جرمني او د اروپايي ټولني ځینو نورو هیوادونو، د هغې جملې څخه لوکسامبورک او فرانسې  اماده گي ښکاره کړه، چي هغه کم سنه مهاجر، چي والدین نلري او بې سرپرسته دي،  د یوناني جزیرو څخه راوباسي او پر خپلو هیوادو باندی یې تقسیم کړي.

د اروپايي ټولني د عالي کمیسارۍ په حواله په اوس وخت کي په دغو کمپونو کی ۱۵۰۰ کوچنیان او کم سنه مهاجر ژوند کوي، چي سرپرستان نلري. د اروپايي ټولني د کورنیو چارو وزیرانو همدا تیره جمعه «د مارچ میاشتي ۱۳ مه» فیصله وکړه، چي هغوی به په همدغه اوونۍ کي لا پر خپلو هیوادونو باندي تقسیم کړي.

آسلبورن: «دا په موږ پوري اړه نلري»

د یونان د جزیرو څخه د کم سنه مهاجرو د منلو فیصله  به مگر اوس عملي نه سي. دغه خبره د اروپايي ټولني د عالي کمیسارۍ ویاند، آډلبیرت یانڅ  وکړه او ویې ویل: طبعأ باید دکرونا د ویروس د لا پراخیدو او شیوع پر ضد هغه تدابیر، چي مختلفو اروپايي هیوادونو وضع کړي دي، په نظر کی ونیول سي. د دې خاطره داسخته ده، چي د کم سنه مهاجرو د راتگ پر زماني پلان باندي اوس خبري وکړو.