1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا د وریښمو لارې پروژه تر سیورې لاندې راوستلې ده

۱۳۹۹ فروردین ۳۰, شنبه

کووید-۱۹ د چین مهمه نړیواله زیربنایې پروژه ځنډوي. د دغه له امله د وریښمو د لارې پروژې شریکان تر سخت مالي فشار لاندې دي. خو سره له دې ټولو کیدای شي چین حتی له دې ګټه پورته کړي.

https://p.dw.com/p/3b6eK
China  Xi'an Frachtzug Neue Seidenstraße
انځور: picture-alliance/dpa/Imaginechina/L. Qiang

په ټوله نړۍ کې نږدې دوه میلیونه انسانان پر کرونا ویروس اخته شوي دي. چين چې دې وبا په کې منشاء اخیستې ده، داسې معلومیږي چې پر دې وبا لاس بری شوی وي.

خو سره له دې ټولو ممکن د چین له پاره دغه تر ټولو مهمه حیاتي پروژه له ناکامۍ سره مخامخ کړي: د وریښمو نوې لاره چې چين یې باید په نړیوال ابر قدرت بدل کړی وای، خو د کووید- ۱۹ له امله په نړیواله کچه د نږدې ۱۵۰ زره کسانو مړينه کیدای شي دغه مهمه پروژه وځنډوي. ځکه دغه پروژه د چینایي کارګرو او چینایي ساختماني موادو پورې وابسته ده، او د کرونا ویروس د خپریدو د مخنيوي له پاره اقداماتو د موادو رسول ځنډولي او د کار بهیر یې هم بطي کړی دی.

په اندونیزیا، کمبودیا، مالیزیا، پاکستان او سریلانکا کې د میلیاردونو په ارزښت پروژې اغیزمنې شوې دي. همدارنګه دې وبا د چين اقتصاد ته هم ژوره ضربه رسولې ده. دا کیدای شي د چین د نړیوال زعامت یا مشرۍ ته د رسیدو بهیر سست کړي. دا ځکه چې په روغتیایي سکتور او رفا په برخو کې پانګونه به د چين له پاره ډیره مهم تر دې وي چې نورو هیوادنو ته د وریښمو د لارې جوړولو له پاره پور ورکړي. دا هغه څه دي چې لږ تر لږه د Rhodium Group په نامه د نیویارک د مشوره ورکونې شرکت په خپل رپوټ کې ویلي دي.

یوې مهمې پروژې له پاره پرشاتک یا ټکان؟

9838 Seidenstraße 2.0 - Chinas Weg zur Weltspitze
د کرونا ویروس د چین د ډيرې مهمې پروژې(وريښمو لارې) له پاره یو تازه ټکان دی - انځور د وريښم لارې يوه برخهانځور: Arte France/Megane

د نیویارک د تحلیلګرانو په حواله نړیوال اقتصاد ته د رسیدونکي ټکان په پام کې نیولو سره : »د پورونو د معاملې پر سر دوباره غور، کیدای شي له هیواد څخه بهر د نورو قرضونو ورکړې ته لیوالتیا راکمه کړي.«

د کرونا ویروس د چین د ډيرې مهمې پروژې(وريښمو لارې) له پاره یو تازه ټکان دی چې زیاتره وخت د چين کمربند او زیربنایي سړک یې بولي چې په عمده ډول د پيکنګ له خوا یې مالي ملاتړ کیږي.

حتی د کرونا وبا له خپریدو مخکې لا دغه پروژه په پرله پسې ډول له انتقاد سره مخامخ وه. دغه نیوکې، د چین د اقتصادي ودې د بطي کیدو په دلیل، همدارنګه د وریښمو لارې د مسیر د یو شمیر هیوادونو له خوا د دغې پروژ پر لوړ لګښت، او د چین له خوا نورو هیوادونو ته د دام ایښودونکو پورونو  پر ورکړې کیږي.

د Rhodium  رپوټ اصلي لیکوالې اګاتا کراتڅ له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: »چين به د دومره لوړ حجم پور وانخلي، کوم چې مونږ په تیرو وختونو کې لیدلي دي، د بیلګې په توګه د اورګاډي لیکې د جوړونې پروژې، د یوه لوی بندر او یا هم د یوه ډیر  ستر د اوبو بند جوړونې له پاره چې په پام کې نیول شوي وو.«

کراتڅ زیاته کړه: چنایي بانکونه چې په کور دننه له جنجال سره مخ دي، فکر نه کوم چې په دومره اسانۍ سره دې د پرمختیا پر لور هیوادونو ته په دومره لوړه کچه د نویو پورونو ورکړې ته زړه ښه کړي. سربیره پر دې کیدای شي د عام چنایانو له خوا له انتقاد سره مخامخ شي چې د داخلي مارکیټ د مهمو سرچينو مخه بهرنیو مارکیټونو ته اړوي.

د کرونا بحران نه مخکې لا چینایي بانکونو د پورونو ورکړه کمه کړې وه، تر ټولو دمخه د دې له پاره چې د وریښمو لارې پروژه په نړیواله کچه له انتقاد سره مخامخه ده او د کرونا بحران به د قرضو د نه ورکړې بهیر لا پسې قوي کړي.

Italien Hafen in Genua
د ايټاليا د جنوا بندر هم له وريښمو لارې سره تړلی دیانځور: DW/M. Cui

میرمن کراتڅ زیاته کړه: »هر پنځم ډالر چې چين په پور ورکړی دی همدا اوس په بلقوه ډول په خطر کې دی. خو اوس باید د کرونا له بحران سره چين دې نتیجې ته ورسیږي چې د پورونو د ورکړې شرایط او معیار بهتره کړي.«

د چين مارشال پلان

د BHP د معدنونو شرکت د اټکل له مخې کیدای شي د دغې پروژې ټول مصارف تر ۲۰۲۳م کاله پورې ۱،۳ تریلونه ډالرو ته ورسیږي. دا د هغو پيسو ۷ برابره دی چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا د مارشال پلان پروګرام له مخې د اروپا د اقتصادي بیارغونې له پاره لګول شوې وې.

خو سره د دې ټولو چین اوس هم په اقتصادي لحاظ په ښه موقف کې دی. په تیرو ۱۵ کلونو کې چې چین بهرنیو هیوادونو ته پورونه ورکړي دي هغه د دوو بانکونو له لارې ورکړل شوي دي چې یو یې China Development Bank او بل یې د China Export-Import Bank بانکونه دي. دغه دواړه چې دولتي بانکونه دي د پراخو مالي امکاناتو درلودونکي دي.

میرمن کراتڅ وایي: »که د چين حکومت وغواړي چې دا د سیاسي لحاظه یوه ښه مفکوره ده چې نوي پورونه ورکړي، او اخاذي یا وصولیانې وځندوي او یا پورونه معاف کړي، نو دغه بانکونه به دا کار وکړي.«

 Ashutosh Pandey /sn-aa

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: