1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: د جاپان او انگلستان د پاچاهانو لیدنه نه کیږي

۱۳۹۸ اسفند ۲۹, پنجشنبه

د کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر پاچاهان هم یو دبل سره لیري پاتیږي او نه سره گوري. د دواړو هیوادو تر حکومتي مشورو وروسته ،ملکې الیزابت دوهمي، منلې ده چي د جاپان د پاچا ناراهیتو سره یې کتنه نامعلومه وخت ته ځنډیدلې.

https://p.dw.com/p/3Zihe
Japan Zehntausende feiern Thronbesteigung von Kaiser Naruhito
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Hoshiko

دغه خبر د بریتانيا د باکینگهېم ماڼۍ نن پنجشنبه(د مارچ ۱۹ مه ) ورکړی دی او ویلي یې دي، چي د جاپان د پاچا او ملکې ملاقات به یې د نامعلومه وخت له پاره وځنډیږي.

پخپله ملکه الیزابت دوهمه به د څو اوونیو له پاره د نن پنجشنبه څخه د لندن په غرب کي د ویندزور قصر ته ولاړه سي. دغه ۹۳ کلنه د راتلونکو څو اوونیو له پاره نور خپلي  ډیري عامه راظاهریدني نه تر سره کوي.