1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا: د انګلا ميرکل جدي ناروغه کیدو په صورت کې به څه کيږي؟

۱۳۹۹ فروردین ۴, دوشنبه

د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل په کور کي قرنطېن کړل سوې، ځکه چي له ناروغ ډاکټر سره يې تماس لرلی ؤ. که هغه ناروغه سي نو پلان بي عملي کيږي. 

https://p.dw.com/p/3Ztk1
Deutschland Merkel muss wegen Kontakt zu Corona-Infiziertem in Quarantäne
انځور: picture-alliance/dpa/F. Sommer

انګېلا مېرکل ته چي کوم ډاکټر واکسين لګولی ؤ، هغه د کرونا په ويروس اخته دی. له همدې کبله د آلمان صدراعظمه مېرکل په خپل کور کي قرنطېن سوې تر څو معلومه سي چي ايا هغې ته هم د کرونا ويروس ورغلی که څنګه. خو د قرنطېن په موده کي مېرکل خپل وظايف له کوره څخه تکميلولای او پر مخ بيولای سي. 

که آغلې مېرکل ته د کرونا ويروس ورغلی وي او هغه زياته جدي ناروغه نه سي نو کيدلای سي چي بيا هم خپل وظايف د ناروغۍ باوجوده پر مخ يوسي. خو که مېرکل سخته او جدي ناروغه او د وظايفو له پوره کولو څخه معذوره سي نو په هغه صورت کي به څه کيږي؟

د مېرکل د جدي ناروغېدو په صورت کي د پلان بي په نوم پروتوکول تطبيقيږي. دغه پلان د کرونا له کبله نه بلکه په مجموع کي د آلمان د صدراعظمۍ د کار د چوکاټ برخه او يو معلوم او څرګند پروتوکول دی. د دغه پروتوکول په چوکاټ کي به د صدراعظمې کابينه بيا هم د فعاليت جوګه او فعاله پاته وي.


د آلمان د اساسي قانون د ۶۹ مادې له مخي «د آلمان صدراعظم د خپل ځان له پاره له وزيرانو څخه يو مرستيال ټاکي.» دمګړی د آلمان د لومړۍ وزيري مرستيال د مالي چارو وزير او د سوسيال دموکرات ګوند سياستوال اولاف شولڅ دی. نوموړی په هغه صورت کي هم د مېرکل وظايف پر مخ بيولای سي کله چي مېرکل روغه رمټه خو غير حاضره وي. د دې له پاره بېلګي د مېرکل رخصتۍ يا بهرني سفرونه دي. په دغو صورتونو کي اولاف شولڅ د بېلګي په توګه د کابينې د ناستي صدرات کوي. دغه ناستي عموما هره اونۍ د چهارشنبې په ورځ تر سره کيږي.

شولڅ د مېرکل مرستيال

د آلماني ژبي «د صدراعظمې مرستيال» يو غير رسمي لغت دی او د اساسي قانون په متن کي نه دی کارول سوی. خو په عامه ژبه کي د ياد لغت استعمال زيات دی. مېرکل کولای سوای چي د شولڅ پر ځای د خپل ګوند مسيحي دموکرات ګوند څخه کوم وزير خپل مرستيال وټاکي. هغې کولای سوای چي د بايرن په ايالت کي د خپل ملګري ګوند مسيحي سوسيال اتحاد څخه کوم د کابينې وزير ته دغه دنده وسپاري.

Deutschland Bundesfinanzminister Olaf Scholz
د انګلا میرکل مرستیال اولاف شولڅانځور: Imago-Images/photothek/J. Schmitz

خو په آلمان کي معمول دا دی چي د ائتلافي حکومت د تشکيل پر وخت له لومړي لوی ائتلافي ګوند څخه صدراعظم او له دويم لوی ائتلافي حکومتي ګوند څخه يې مرستيال تعين کيږي. دمګړی د آلمان په ائتلافي حکومت کي د سوسيال دموکرات ګوند دويم لوی ګوند دی چي اولاف شولڅ ورسره تړاو لري.

دا چي د صدراعظمې مرستيال يعني د مالي چارو وزير اولاف شولڅ به د مېرکل د قرنطېن له کبله تر زيات وخته د هغې بعضي وظايف په غاړه واخيستلای سي او د دې مسؤليت او حق به ولري، د آلمان د حکومت د اصولنامې په ۸مه فقره کي راغلي دي. د دغې فقرې له مخي که د صدراعظمې له پاره د خپلو وظايفو په بشپړه پوره کولو کي مشکلات موجود وي نو مرستيال يې په بشپړه توګه د هغې وظايف تر سره کولای سي. خو د دغې مادې له مخي به مېرکل په د دغو وظايفو د پوره کولو په تړاو هدايات ورکولای سي.

د حکومت نور ټول غړي هم مرستيالان لري

په هغه صورت کي که د صدراعظمه او په همدې شان مرستيال يې د وظايفو د پر مخ بيولو جوګه نه وي، هم ورته پلان موجود دی چي حکومتي کارونه بېله اخلال څخه پر مخ ولاړ سي. دا ځکه چي د کابينې د هر غړي له پاره د حکومتي کابينې د اصولنامې په چوکاټ کي  مرستيال ټاکل کيږي. د بېلګي په توګه که مېرکل مرستيال اولاف شولڅ د خپلو وظايفو د پر مخ بيولو جوګه نه وي نو د هغه پر ځای به د اقتصادي چارو وزير چي د مېرکل د مسيحي دموکرات ګوند سياستوال دی، وظايف پر مخ بيايي.

خو د آلمان په تاريخ کي تر اوسه داسي نه دي پيښ سوي چي صدراعظم د زياتي مودې له پاره د خپلو وظايفو د پر مخ بيولو جوګه نه وي او پر ځای يې بل چا وظايف په غاړه اخيستي وي.