1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: د آلمان کابينه د خزانې دروازې پرانيزي

۱۳۹۹ فروردین ۴, دوشنبه

د کرونا ويرويس بحران د نورو هيوادونو تر څنګ د آلمان اقتصاد ته هم سخت ګواښونه پېښ کړي. د آلمان حکومت غواړي چي په پوره قدرت په اقتصادي توګه شرکتونه وژغوري.

https://p.dw.com/p/3ZuGE
Berlin Kabinett beschließt Klimaschutzpaket
انځور، له آرشیف څخه انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان کابينه غواړي چي نن د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۲۳مه نېټه) د کرونا له کبله د ځپل سوو شرکتونو او مستثبشينو سره د مرستو پر يوې مرستندويه مالي بستې تفاهم وکړي. ښايي دغه مالي او اقتصادي مرسته د آلمان په تاريخ کي بې ساري وي.

کابينه غواړي چي يو داسي لوی خوندي چتر رامنځ ته کړي چي په اقتصادي سيوري کي يې د بېلګي په توګه شرکتونه، مستثبشين، کارکوونکي او په همدې شان کلينيکونه له اقتصادي دوپه توب يا ډيوالي کېدو څخه وژغورل سي. په دې ترڅ کي په پام کي نيول سوې چي يو شمېر قوانين به هم تعديل کړل سي. په دې ترڅ کي به پر نوو وړانديز سوو قوانينو د عاجلې پروسې په ترڅ کي د چهار شنبې په ورځ د آلمان په ولسي جرګه بُندستاګ کي او د جمعې په ورځ به د مشرانو جرګې ته ورته جوړښت بُندس رات کي رايه اچونه وسي.

عملي، چټک او غير بيوروکراتيک؟

د آلمان د ائتلافي حکومت شريک د سوسيال دموکرات ګوند عمومي منشي لارس کلينګبال د مرستو د بستې په تړاو د آلمان خبري آژانس ته څرګندونې کړي دي. د کلينګبال په وينا هغه مرستي چي کابينه به يې نن پرېکړه وکړي هغه به د «کورنيو، کرايه دارانو، کارګرو، مستثبشينو او شرکت لرونکو له پاره ډېر عملي او غير بيوروکراتيکي وي.» د هغه په وينا په دې تړاو به د آلمان د مالي چارو وزير اولاف شولڅ له لوري په ډېره لويه اندازه پيسې متخصې کړل سي. کلينګبال زياته کړې چي «دولت به په داسي بحراني حالت کي انسانان يوازي نه پرېږدي.»

د آلمان حکومت غواړي چي د ۲۰۲۰ کال له پاره په بوديجه کي د ۱۵۶ ملياردو اضافي مصارفو تغيرات راولي. په دې ترڅ کي به پارلمان د آلمان په قانون کي د کسر له پاره ټاکل سوی حد هم په مؤقتي توګه د له منځه وړلو منظوري ورکړي. دا په داسي حال کي چي د آلمان برحال حکومت هميشه پر دې ټينګار لاره چي بوديجه يې بېله کوم کسر څخه بايد پلان سي. د کرونا له کبله د آلمان په بوديجه کي د څو کالو وروسته به د لومړي ځل له پاره نوي قرضې واخيستل سي او په بوديجه کي به کسر رامنځ ته سي.

ايا صدراعظمه به له کور کار کوي؟

Deutschland Bundesfinanzminister Olaf Scholz
د آلمان د صدراعظمې مرستیال اولاف شولڅانځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل به ونه کولای سي چي د کابينې په ننۍ غونډه کي شخصا حضور ولري. خو هغه به د تليفون او ويديو له لاري په دغه ناسته کي شرکت وکړي. نوموړې د يکشنبې له ماښام راهيسي په قرانطېن کي ده ځکه چي معلومه سوې چي د داسې ډاکټر سره يې تماس لرلی ؤ چي په کرونا اخته سوی دی. مېرکل مخکي د آلمان د فدرالي ايالتونو له لومړي وزيرانو سره د کرونا د لا پراخېدو د مخنيوي په مقصد پر يو شمېر اقداماتو تفاهم کړی ؤ. 

دولت به د اړتيا په صورت کي تضمين وکړي

د آلمان حکومت په پام کي لري چي د کرونا ويروس د بحران له کبله په مستقيمه توګه د شرکتونو، مستثبشينو او آزاد کارګرو سره مالي او اقتصادي مرستي وکړي. په دې ترڅ کي يو پروګرام په پام کي نيول سوی چي ۵۰ مليارده يورو حجم به ولري. د ټيکاو د يو صندوق له لاري به د لويو شرکتونو پانګه تقويه کړله سي او د اړتيا په صورت کي به دولت په شرکتونو کي ونډه وال سي. په تر لسو کالو څخه مخکي مالي او اقتصادي بحران کي هم د آلمان دولت دې ته ورته اقدامات کړي ول.

د قرضدارانو ملاتړ

د آلمان حکومت غواړي چي د کرونا ويروس د منفي اثراتو له کبله د قرضدارانو د اقتصادي ړنګېدنې مخه هم ونيسي. په دې ترڅ کي د آلمان حکومت په پام کي لري چي په قانون کي د تعديل په مرسته دا يقيني کړي چي قرضداران په عبوري توګه مجبور نه دي چي خپلې د قرضې قسطونه ادا کړي. خو دا په هغه صورت کي که په دې کي د کرونا ويروس اغېزې دخيلي اوسېدلي وي. قرضدارانو ته به امکان ورکول سي چي هغوی يا خو د قرضو بېرته ادا کول په عبوري توګه ودروي او يا يې قسطونه موقوف کړي بېله دې چي له منفي حقوقي اغېزو څخه اندېښنه ولري. دغه نوي اصول به د روان مېلادي کال د سپتمبر تر ۳۰مې نيټي پوري ميعاد ولري او پر هغو تړونونو به اطلاق کوي چي د ۲۰۲۰ کال د مارچ له ۸مې نېټي راهيسي لاسليک سوي دي.

د کرايه دارانو حقونه

په نوو اصولو او د قوانينو په تعديليو کي به دې ته هم ځای ورکول سي چي پر وخت د کرايې نه ترلاسه کولو په صورت کي به د اپارتمانونو، دوکانونو او نورو کرايي ځايونو مالکان نور دا حق ونه لري چي د کرايه دار سره خپل تړون لغوه کړي. په دې ترڅ کي به دغه اصول د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر مياشتي تر ۳۰مې نېټي پوري ميعاد ولري او د روان کال له اپريل مياشتي څخه د نه ادا کړل سوو کرايو له پاره به صدق کوي. خو کرايه داران به مخ په وړاندي هم مجبور وي چي يو وخت دغه پور يا قرضه بېرته مالک ته ادا کړي.

AG/AWA/BS