1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د آلمان يو انستيتيوت د ارزانه واکسين جوړېدو ته خوشبين دی

۱۳۹۹ خرداد ۶, سه‌شنبه

د کرونا ويروس ضد واکسين جوړولو له پاره زيات شرکتونه په سيالۍ بوخت دي. د آلمان د پاول اېهرليش انستيتيوت اټکل کوي چي ډېر ژر به يو ارزانه واکسين جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/3cljI
Symbolbild | Forschung | Impfstoff | Covid-19
انځور: picture-alliance/ANE

په آلمان کي د پاول اېهرليش په نوم انستيتيوت (PEI) رئيس، کلاوس سيکوتېک تمه لري چي د نوي کرونا ويروس له پاره به ژر داسي واکسين جوړ سي، چي بيه به يې »پرې راغلي لگښت ته نژدې وي». نوموړي دا څرګندونې د اېن ټي وي په نوم رسنۍ سره په خبرو کي کړي دي. هغه زياته کړې: «دلته معلومه خبره ده چي د پرستيژ موضوع هم مطرح ده، خو شرکتونه ځان دې ته مکلف احساسوي چي له نړۍ سره بې له لوړو مصارفو څخه مرسته وکولای سي.»

د وېش عادلانه ميکانيزم

پاول انستيتيوت په آلمان د واکسين د جواز ورکولو مسئوليت لري. د سيکوتېک په وينا د واکسين جوړولو دوې داسي آلمانۍ پروژې سته چي و «کلينيکي ازموينې ته نژدې دي.» د هغه په وينا له تيوبينګن ايالت څخه د کيور واک په نوم شرکت او د انفيکشن ضد څېړنيز آلماني مرکز څخه ډېر حوصله بخښونکي او اميدواره کوونکي راپورونه سته. هغه خوشبيني وښوده چي په نژدې راتلونکو اونيو کي به يې انستيتيوت د کرونا ضد واکسين د يوې بلي کلينکي ازموينې د پېلولو اجازه صادره کړي.

دا په داسي حال کي چي تر اوسه صرف د بيون ټېک په نوم يو شرکت ته اجازه ورکول سوې چي پر رضاکارانو باندي د کرونا ضد واکسين و ازمويي.

د سيکوتېک په وينا د آلمان د نفوس واکسينېشن «صرف څو مياشتي» وخت غواړي. هغه زياته کړې چي سياستوال بايد دا موضوع مطرح کړي چي په نړۍ کي څنګه د کرونا ويروس ضد واکسين په عادلانه توګه تقسيم کيدلای سي.

د دغه کارپوه په وينا نژدې نيمه نړۍ له دغې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان ده او دا چي انسانان هره ورځ د دغه ويروس په هکله نوي څه زده کوي. د سيکوتېک په وينا له همدې کبله نوي اصولو ته هم اړتيا سته.

په نړيواله توګه د کرونا ضد واکسين د کشف له پاره په لوړه اندازه هڅې په چټکۍ سره ادامه لري. په ولس کي د کرونا څخه د مسؤنيت زياتېدو له کبله په محدوديتونو کي کمښت هم راوستل کيږي.

د درمل جوړونې شرکتونو د سر اتحاديې (vfa) په وينا دمګړی په نړۍ کي تر ۱۲۰ زيات شرکتونه د کرونا ضد واکسين جوړولو له پاره هڅي کوي. د امريکا په متحده ايالاتو کي د مودرنا په نوم د بيوټېک شرکت خبر ورکړی چي د کرونا ضد واکسين جوړولو په ترڅ کي يې ډېر پرمختګ کړی دی.

کارپوهان اټکل کوي چي په ۲۰۲۱ مېلادي کال کي به په نړيواله توګه د کرونا ضد واکسينېشن پېل سي او دا چي زيات شرکتونه به ياد واکسين يو په بل پسي بازار ته راوباسي.


آژانسونه/ا.و.ا./ن.ز.