1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا: ایا د سپورټ پرمهال دوه متره فاصله کفایت کوي؟

۱۳۹۹ فروردین ۲۲, جمعه

یوه نوې څیړنه ښيي، چي په کرونا د اخته کيدو د مخنيوي له پاره د ځغاستي او یا بایسکل چلولو پر مهال تر۲ متره فاصله کفایت نه کوي. خو سړی باید څه وکړي، ایا اصلأ سپورټ ونه کړي؟

https://p.dw.com/p/3akDX
Aerodynamik-Studie von Prof. Bert Blocken
انځور: Bert Blocken et al./TU Eindhoven & KU Leuven

د فاصلې نیولو خبره هغه وخت مطرح سوله، کله چي د موجوده معلوماتو پر اساس د په کرونا اخته یو شخص څخه ډیر ژر ویروس بل چاته انتقال سو.

د همدغي تجربې پر اساس داسي هدايات وکړل سول، چي د دوو تنو تر منځ باید حداقل یم نیم تر دوه متره پوري فاصله مراعت سي، تر څو د ساه کښلو له لاري د ویروس د انتقال مخنیوی وسي.

خو سړی باید په سپورټ کي څه وکړي، هغه وخت چي سړی ارام تګ نه کوي، بلکي په سپورټ او حرکت کي وي؟ ځکه نو په اوس وخت کي پر دغه موضوع باندي ډیر جروبحثونه کیږي. د نورو هیوادو برعکس، چي د کرونا په مقابل کي یې جدي اقدامات تر لاس لاندي نیولي دي او اکثراً سپورټ ته اجازه نه ورکوي، بیا په جرمني کي د خلګو د صحت په خاطر هغه ته اجازه سته. خو حداکثر دوه سپورټمینان اجازه لري، چي په ګډه سره سپورټ وکړي او هغوی هم باید معینه فاصله په نظر کي ونیسي.

خو دقیقاً همدغه موضوع د بلجیم او هالنډ دوو پوهنتونو تر څیړني لاندي نیولې ده.

Deutschland Dortmung | Coronakrise [ Symbolbild Breitensport & Fitness
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

په دغو دواړو پوهنتونو کي د پروفیسر بېرت بلوکن په مشرۍ د ساینس پوهانو یوه ټیم دا څیړلي دي، چي سپورټمینان څنګه ژر په کرونا کووید ۱۹ باندي اخته کیدلای سي، په هغه صورت کي چي هغه ته یو بل کس نژدې سپورټ کوي، په حرکت کي وي او په کرونا اخته وي. هغوی د یو تعداد سپورټمیانو رفتار تر څیړني لاندي نیولی او دا نتیجه یې بیان کړې ده، چي د مختلفو حرکاتو پر وختو لکه لږ او یا چټک حرکت او ځغاستي پر وخت د خولي د افرازاتو راایستل هم فرق کوي.

د دې ترڅنګ د دوو نژدې کسانو ترمنځ فاصله هم تغیر پیداکوي، کله ورسره نژدې کیږي او څنګ ته يې وي، کله ورڅخه لیري او کله بیا ترې مخته کیږي.

د دغه ډول میتود څخه په عادي حالت کي هغه وخت استفاده کیږي، په کوم وخت کي چي د سپورټمیانانو توانايي او قابلیت ازمایل کږي، خو د ساینس پوهانو دغه ټيم د کرونا پر وخت دغه میتود نه توصیه کوي.

د ډیر سرعت پر وخت ۲۰ متره فاصله

پروفیسر بلوکن دویچه ویله ته وویل، چي که سړی ځغلي او یا بایسکل چلوي او پر دې وخت ساه کاږي، د ځان څخه په ډیره پیمانه کوچني ذرات باسي، هغه د خپلي څیړني پرمهال دغه په سترګو نه لیدونکي ذرات د مخصوصي شعاع په واسطه معاینه کړي دي: »موږ دوه کسان پریښول، چي عادي ولاړ سي او وځغلي، تر څو معلومه کړو، چي واقعاً څومره د هغوی د خولې افرازات هغه بل ته ورسیږي. او که سړی د بل څنګ ته نژدې سي، نو د خولې افرازات یې حتی پر مخ راځي.« په دې دلیل که یو کس په کرونا اخته وي، د هغه بل د اخته کیدو امکان یې ډیر زیات دی.

بلوکن او ټیم یې بلاخره دې نتیجې ته رسیږي، چي د ۱،۵ تر ۲ متره فاصلې مراعتولو مقررات د سپورټ پر وخت کفایت نه کوي، تر څو له کرونا څخه سړی وساتل سي.

د دې پرځای پرعین طرف باندي د تګ پر وخت حداقل ۴ تر۵ متره فاصله، د ارامي ځغاستي او کرار بایسکل چلولو پروخت ۱۰ متره او د چټک حرکت او ځغاستي پر وخت حداقل ۲۰ متره فاصله بايد مراعت سي.

زموږ له آرشیف څخه: