1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا - پاکستان څرنګه زرګونه نوي کارځایونه رامنځ ته کړل؟

۱۳۹۹ فروردین ۲۴, یکشنبه

د پاکستان حکومت په زرهاوو غیر مسلکي او بې دندو کسانو ته د ونو د کرلو کارونه ورکوي څو په دې توګه د کرونا ویروس له کبله د رامنځ ته شوي وضعیت سره مبارزه وکړي.‌ پاکستان غواړي په دې توګه ۱۰ میلیارده ونې وکري.‌

https://p.dw.com/p/3anb6
Pakistan | Billion tree tsunami
آرشیف انځورانځور: Thomson Reuters Foundation/R. Saeed Khan

په داسې وخت چې پاکستان د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې ستر او کوچني ښارونه تړلي‌ دي‌ چې له کبله یې ګڼ شمیر کسانو ته اقتصادي ستونزې را ولاړې شوي،‌ د دغه هیواد حکومت په یوه تازه اقدام سره هڅه کوي‌ چې زرګونه غیر مسلکي او بې کاره کسانو ته ورځني کارونه رامنځ ته کړي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان،‌ پر خپل ټویټر په دې هکله لیکلي:‌ «د ورځني کارګرو پرمټ،‌ زموږ حکومت غواړي چې د ۱۰ میلیارده ونو د کرلو د کمپاین له پاره د دوی زیات شمیر په دندو وګماري – دغه کار به هم [د دغو کسانو] پر ژوند باندې او همدا راز د ځمکې پر کُره به هم مثبت اغیز وکړي.‌ هر اقدام ارزښت لري.»

د ځمکې د تودوخې د درجې له لوړیدو سره د مبارزې له پاره په پاکستان کې دغه کمپاین په ۲۰۱۸م کال کې پیل شوی وو.‌ عمران خان ژمنه کړې وه چې د تحریک انصاف د ګوند یوه اساسي ژمنه به په پاکستان کې د میلیونونو ونو کرل وي.

په عین وخت کې د پاکستان د اقلیمي بدلون وزیر ملک امین اسلم د یکشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته په دې هکله وویل چې «موږ غواړو چې دغه کمپاین په قوي توګه پرمخ یوسو او په ټول هیواد کې به ۶۳ زره کسانو ته کارونه وړاندې کړو.ِ»

د کارپوهانو په باور په پاکستان کې د کرونا ویروس له کبله د رامنځ ته شوي وضعیت او د دې هیواد په ځینو برخو کې د پاکستاني پوځ له لوري د ګرځبندیز له کبله ښايي له ۱۸ میلیونونو ډیرې دندې له خطر سره مخ شي.‌