1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا او استخباراتی سازمانونه

۱۳۹۹ فروردین ۲, شنبه

په لمړي سر کي سړی د استخباراتو او کرونا ویروس ترمنځ کوم ارتباط نه ویني، خو د دې نړئ لوی استخباراتي سازمانونه په خپلو طریقو او وسایلو سره هغه تر نظر لاندي نیسي او تعقیبوي یې. خو ولي او څنګه دوی عمل کوي؟

https://p.dw.com/p/3ZppC
Deutschland Coronavirus
انځور: picture-alliance/dpa/C. Soeder

الماني استخباراتي سازمان او سارس

د ۲۰۰۰ م کال په اخره کي د سارس په نامه د تنفسي جهازلمړنئ سخت مرض راپیدا سو، چي د کرونا ویروس سره یې نژدې قرابت درلود.

د چین د جنوب څخه  دغه ویروس په ټوله نړئ کي خپور او تقریبأ۸۰۰ انسنان یې ووژل. خو د چین حکومت او کمونسټي حزب ددغه مرض شیوع په لمړي سر کي پټه وساتله.

لکه څنګه چي اوس المانۍ ورځپاڼي، ويلټ ددې څخه  پرده پورته کړې ده، الماني استخباراتي سازمان، بی این ډی د سارس ویروس د خپریدو تر رسمي خبرتيا دمخه د هغه په باب معلومات درلودل.

دغه معلومات وروسته د جرمني حکومت او استخباراتي سازمانونو ته ورکول سول .آلماني جاسوسانو نه یوازي ددغه مرض په باب معلومات په لاس راوړل، بلکي د چین د حکومت د هغي ستراتیژۍ په باب هم، چي څنګه ددغه مرض د پراخیدو څخه خلک غلطولای سي.

د امریکايي استخباراتي سازمانو سره ډیر وسایل

د تازه رپوټونو پراساس امریکايي استخباراتي سازمانونه هم د کرونا نوي ویروس سره مشابه عمل کوي: هم رویترس خبري آژانس او یاهو نیوز دواړو ویلي دي، چي امریکايی داخلي استخباراتي سازمان، دیریکتور اف نیشنل انتیلیګينس او  نور ټوله ۱۷ استخباراتي سازمانونه دسپیني ماڼۍ تر قوماندې لاندي دي، هغوی د کرونا ویروس د منشأ، پراخیدو او د هغه سره د مبارزې د لارو چارو په باب معلومات ورکوي او ارزیابي کوي یې.

د امریکا متحده ایالات یو د هغه لږو هیوادو د جملې څخه دی، چي دنيشنل سنټرفارمیدیکل انټیلیګینس په نامه د صحي او طبي معلوماتو خپله یوه اطلاعاتي اداره لري او هغه بیا د نظامي استخباراتو تر قوماندې لاندي ده.

ددې له پاره، چي د کرونا ویروس په باب معلومات راټول سي، امریکايي استخباراتي سازمانونه  د ټولو موجوده معتبرو منابعو څخه استفاده کوي. پداسي حال کي، چي صحي ادارې، رسنۍ، انلایني منابع او اجتماعي شبکې د کرونا په باب هم مربوطه معلومات راټولوي، بیا امریکايي استخباراتي ادارې خپل ټول استخباراتي وسایل په کار اچوي، که هغه د هوا او هم ستلایت تصاویر وي او یا جاسوسان او په پټه اوریدل سوي معلوماتونه وي.

په اساسي ډول بايد داسي وګڼل سي‌ چي د امريکا متحده آيالات خپلي لاري چاري په تیره بیا په چين او ايران کي،‌د کرونا په برخه کې په کار اچوي.‌ د مثال په ډول د چين په رهبرۍ کي اجنټان يا د ايران په روغتيا وزارت کي مخبران کیدای سي د پټو ارقامو،‌ د خپرېدنې د نامعلومو لارو يا د کرونا په وړاندې د مبارزې د ستراتيژيو په هکله وپوښتل سي. کله چي مثلأ  په حکومتي ارتباطاتو کي یو زنګ وهل کیږي، امریکايي جاسوسان خصوصأ هغو خبرو او معلوماتو ته غوږ نیسي، کوم چي د کرونا ویروس په ارتباط وي.