1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت د ملي دسترخوان پروګرام پيل کړ

۱۳۹۹ تیر ۲۸, شنبه

افغان حکومت د شنبې په ورځ د ۲۴۴ ميليون ډالرو په ارزښت د «ملي دسترخوان» پروګرام له پيل څخه خبر ورکړ. د دغه پروګرام موخه د کرونا وبا د خپريدو له امله د اوښتو اقتصادي زیانونو پر وړاندې مبارزه کې خلکو سره مرسته ښودل شوې ده.

https://p.dw.com/p/3fX5h
Afghanistan Kabul Vereidigung Präsident Ashraf Ghani
آرشيف انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

له کابل څخه د آلمان خبري آژانس د ولسمشر غني د لومړي مرستيال، امرالله صالح له قوله ليکي چې د «ملی دسترخوان» پروګرام څخه به د افغانستان د ۳۴ ولايتونو شاوخوا څلور ميليونه کورنۍ ګټه پورته کړي.

صالح د دغه پروګرام د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې د دغه پروګرام په کمکي بستو کې، وريژې، لوبيا، غنم، غوړي او صابون شامل دي، چې په واقعيت کې دا د اغيزمنو کورنيو له پاره د اړتيا وړ عاجل توکي دي.

هغه زياته کړه چې د دغو موادو د ويش پروسه به د غير حکومتي بنسټونو له خوا ترسره کيږي او د ويش په پروسه کې د لا شفافيت او ډاډ په موخه به يې حکومت نظارت کوي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په حواله، د افغانستان د نفوس لږ تر لږه ۹۰ سلنه برخه د فقر تر کرښې لاندې، په ورځ کې يوازې پر دوو ډالرو عوايدو باندې خپل ژوند کوي.

د ملي دسترخوان پروګرام، د وچې ډوډۍ د د ويش د هغه پروګرام په ادامې پيليږي، چې د اپريل مياشتې په اوايلو کې په کابل کې پيل او تمه وه چې د ټول هيواد په کچه تطبیق شي. خو یاد پروګرام د مديريت ضعيف او په کې د پراخ فساد د ادعاو په نتيجه کې ودرول شو.

د ملګرو ملتونو سازمان يو رپوټ چې په جون مياشت کې خپور شوی، وايي چې په ۲۰۲۰م کال کې په افغانستان کې ۱۴ ميليونه انسانان د ژغورنې له پاره مرستو ته اړتیا لري، هغه شمير چې د ۲۰۱۹م کال د دسامبر میاشتې راورسته نژدې دوه برابر لوړ شوی دی.

آژانسونه/ م.ک.ص/ا.ا