1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آلمان له بی وزله هیوادونو سره ۳۰۰ میلیونه یورو مرسته کوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۸, دوشنبه

د آلمان حکومت له بی وزله هیوادونو سره د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې له پاره د ۳۰۰ میلیونه یورو مرستې خبر ورکړ. دغه اعلان د ملګرو ملتونو له خوا له دې ویروس سره د مبارزې په برخه کې د مرستې د غوښتنې په ځواب کې، شوی دی.

https://p.dw.com/p/3bSwk
Bangladesch | Coronavirus | Flüchtlingslager
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Rahman

څه موده مخکې د ملګرو ملتونو سازمان له صنعي او شتمنو هیوادونو څخه وغوښتل چې له بی وزله او د پرمختیا پر لور هیوادونو سره د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه مرسته وکړي. ملګرو ملتونو ویلي دي چې د کرونا ویروس د خپریدو له کبله د اضافي لګښتونو په سبب دوه میلیارده ډالرو بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د آلمان د بهیرنیو چارو وزارت د یکشنبې (د اپریل میاشتې ۲۶ نیټه) په ماښام اعلان وکړ چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د مرستو د عمومي غوښتنې په ځواب کې ورکول کیږي.

Coronavirus | Deutschland | Maas im Krisenzentrum Auswärtiges Amt
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماسانځور: picture-alliance/dpa/T. Köhler

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، ویلي دي چې د کرونا ویروس په ځانګړي توګه د هغو کسانو له پاره خطرناک دی چې په جګړه کې ښکیلو سیمو، د پناه غوښتونکو په کمپونو او یا هغو سیمو کې ژوند کوي چې روغتیایي سیستم یې له دې وبا سره د مقابلې توان نه لري.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «په دې ځای کې د درد او رنځ د کمولو له پاره زمونږ پيوستون اړين دی.»

ماس روښانه کړه کړه چې یوازې د هیواونو په مشارکت سره کیدای شي په دایمې توګه پر دې وبا لاس برې ترلاسه شي که نه نو «په پرله پسې ډول به پر ویروس د اخته کیدو نوی موج موجود وي».