1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرن ديکر د افغانستان له پاره د امریکا نوې شاژدافيره ټاکل شوې

۱۴۰۱ مرداد ۱۰, دوشنبه

کرن ديکر د افغانستان له پاره د امریکا د نوې شاژدافيره ټاکل شوې ده. دغه مطلب د افغانستان له پاره د امریکا پخواني شاژدافیر، یان مک کری، ویلی او تر څنګ ېې د خپل ماموریت له پای څخه خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4EyUM
Symbolbild USA Außenministerium Logo Siegel
انځور: AP

هغه همدارنګه ويلي دی چې د افغانستان خلکو په مقابل کې د امریکا ژمنې به د کرن دیکر تر رهبرۍ لاندې تضعیف نشي.

کرن ديکر تر دې مخکې د افغانانو د تخلېې بهير او د نوې هستوګنې ماموریت مشره وه. هغه په کابل کې د امریکا په سفارت کې هم کاري تجربه لري.

پخواني شاژدافير، په دغې اعلاميه کې زياته کړې چې امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته هم له ۷۷۵ ميليون ډالرو څخه ډير بشري مرستې افغانستان ته استولي دي.

هغه زیاته کړه چې امریکا به همدا شان افغانستان سره د یو لویو مرسته کونکو په توګه پاته وي.