«کرزی دي پر خپلي پريکړي له سره غور وکړي»
۱۳۹۲ مرداد ۸, سهشنبهد ټاکنیزو کمېسیونونو د جوړښت، دندو او واکونو کمېسیون پر بنسټ د غوراوي کمېټه، د ولسي جرګې، مشرانو جرګې، قاضي القضات، د بشري حقونو کمېسیون مشر، د اساسي قانون د تطبيق د څار کمېسیون مشر او د مدنې ټولنې له یوه غړي جوړیږي.
د اوسنۍ جوړي شوي غواروي کمېټې ته د مدنې ټولني استازی نه دی منل شوی. د مدنې ټولني ګډې کمېټې غړي حمید ځاځي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د جولايي۳۰) کابل کې خبري غونډي ته وویل چي له غوراوې کمېټې څخه د مدني ټولني استازي اېستل یوه دسېسه ده.
"دا د چارو ادارې او وزیرانو شورا د دارلانشاء دریځ وو چې مدني ټولنه یې په خپلو منځو کې په ګډوډیو تورنه کړه. موږ د مدنې ټولني د ټولو شبکو اسناد وراستولي ول او موږ په ګډه نادر نادري انتخاب کړی وو."
ښاغلی ځاځی زیاتوي چې د مدني ټولني د غړي په نه شتون کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پاره د کمېشنرانو غوراوی د دغه کمېسیون د جوړښت، دندو او واکونو له قانون څخه ښکاره سرغړونه ده. د مدنې ټولنې ګډه کمېټه له ولسمشر څخه غواړې چې پر خپلې پریکړې دې له سره غور وکړي.
هاخوا افغان حکومت وايي چې د غواروي کمېټې ګومارنه یې له قانون سره سمه ده او مدنې ټولنه د خپل منځي اختلافاتو له امله ونه توانېده چې پر معیار برابر کس دغي کمېټې ته ور وپیژني.
د غواروې کمېټې غړی او د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وايي چې د مدنې ټولنې له خوا دوو کسانو د مدنې ټولنې د استازیتوب دعوه کوله:
"موږ ته دوه کسه معرفي شوي ول، یو جناب محترم نادر نادري او بل ایوب زاده، دواړو ادعا کوله چې د مدني ټولني څو بنسټونه لري او د غوراوي کمېټې ته باید له مدنې ټولني څخه یو استازی معرفي شي."
مدني ټولني د ولسمشر په راتلونکو ټاکنو کې د کورنیو لانجو ترڅنګ د بهرنۍ لاسوهنې په اړه هم اندېښنه وښوده.
د دې ټولنې غړي داوود مرادیان خبري غونډې ته وویل داسې مالومات یې ترلاسه کړي دي چې د پاکستان د پوځې څارګرې ادارې یا ISI مشر تاجيکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له تاجيک چارواکو څخه غوښتي دي چې د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د هغوی د خوښې کاندېد په بریالیتوب کې ورسره همکاري وکړي.
"د ISI مشر تاجيکستان ته ویلي دي چي په افغانستان کې د یو مشخص کاندېد ملاتړ کوي او په دې برخه کې یې له تاجيکستان څخه هم د همکارۍ غوښتنه کړې ده."
دا لومړی ځل دی چې ولسمشر کرزي د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پاره د کمېشنرانو په ګومارنه کې له دومره بیړې څخه کار اخلي.
د حکومت د سیاسي اپوزیسیون په نوم یو شمېر ګوندونو هم د ولسمشر له خوا د ټاکنو کمېسیون له پاره د کمېشنرانو پر ګومارنې غبرګون ښوولی دی او ویلي یې دي چې يو شمېر نوي ټاکل شوي کمېشنران حکومت پلوه دي.