کراچۍ کي لا تر اوسه هم وژني رواني دي
۱۳۹۰ مرداد ۱۴, جمعهد پاکستان د بشري حقونو د خپلواکه کمیسون مشري، زوهره یوسف، د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چي په تیرو اوو میاشتو کي ۸۰۰ تنه د تاو تریخوالي قرباني شوي دي.
د پاکستان تر ټولو لویي تجارتي ښار کراچۍ په تیرو څو اونیو کي د جګړي په ډګر بدل شوی دی. دولت هم د تاو تریخوالي د پیښو په مخ نیوي کي پاتي راغلي او د سیاسي ګوندونو ملاتړي د دغو وژنو پړه پر يو بل وراچوي.
تر دي وړاندي د پاکستان د بشري حقونو ټولني په خپل یو راپور کي ویلي وو چي د روان کال په نیمایي کي ۴۹۰ تنه وژل شوي. دا په داسي حال کي ده چي د جمعي په ورځ په نوي راپور کي راغلي چي یواځي د جولایی په میاشت کي ۳۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پاکستان د بشري حقونو د خپلواکه کمیسون مشري، زهره یوسف، ویلي چي د هغي د سازمان او د پولیسو لخوا د تصدیق شویو ارقامو پر اساس یوازي په جولاي میاشتي کي 300 تنه د تاوتریخوالي په پایلي کي وژل شوي دي.
دولت کوښښ کړی وو چي دغه اخ و ډب ته د پایی ټکي کیږدي او په ښار کي يي د امنیت د ټیګښت لپاره په سلونو اضافه نیمه پوځي ملیشي او پولیس په دندو ګمارلي ول خو د وژنو دغه لړي روانه وه او یواځي په روانه اوني کي ۵۸ تنه نور کسان ووژل شول.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواکه کمسیون ویلي چي د ۱۹۹۵ کال را پدیخوا سږ کال تر ټولو خونړی کال وو. په ۱۹۹۵ کال کي په لمړیو شپږو میاشتو کي ۹۰۰ تنه وژل شوي ول.
اژانسونه/ سید ریاض
کتونکې: مسعود جهش