1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

کاناډايي محکمې د طالبانو د یوې پخوانۍ بندۍ ټول تورونه رد کړل

۱۳۹۸ آذر ۲۹, جمعه

د کاناډا په اونټاریو کې یوې محکمې پر یوه کاناډايي باندې د خپلې ښځې د وهلو ټول تورونه رد کړل. دغه ښځه او میړه کابو پنځه کاله د طالبانو په بند کې ول. طالبانو په دې موده کې دوی په پاکستان او افغانستان کې ساتلي ول.

https://p.dw.com/p/3V7uZ
Afghanistan, Vermisstes Paar, Joshua Boyle
انځور: picture-alliance

پر کاناډايي جوشاو بویله باندې د فزیکي او جنسي برید او د خپلې پخوانۍ ښځې کایټلان کولیمن، چې د امریکا متحده ایالاتو تبع ده، پر ناقانونه بندي کولو سربیره ۱۹ تورونه لګول شوي ول.

دغه کاناډايي شخص د ۲۰۱۷م کال د ډسمبر میاشتې پر ۳۱مه نیټه د طالبانو له بند څخه کابو دوې میاشتې وروسته په کاناډا کې د چارواکو له خوا ونیول شوو. د ۲۰۱۷م کال په ډسمبر میاشت کې پاکستاني ځواکونو هغه، میرمن یې او د طالبانو په بندې کې زیږیدلې د دوی درې ماشومان د طالبانو له بند څخه آزاد کړل او بیرته یې کاناډا ته انتقال کړل.

د بویله میرمنې کولیمن پر خپل پخواني خاوند تور پورې کړی چې هغه هڅه کړې ده چې پر ما واک ولري او ما په خپل کنترول کې وساتي. نوموړي همدا راز تور لګولی چې خاوند یې ورباندې څو ځله فزیکي او جنسي تیری هم کړی دی. بویله بیا دغه تورونه رد کړي دي.

Joshua Boyle
انځور: Getty Images/M.Carroccetto

د کاناډا رسنیو د پیټر دوډي په نامه قاضي له قوله ویلي چې د محکمې پرمهال د تورونو ثبوت ترسره نه شو او دا چې شکونه ټول پر خپل ځای پاتې شول. دوډي ویلي دي چې هغه د بویله په خبرو هم باور نه لري، خو زیاتوي چې د هغه د میرمنې اعتبار هم د هغې د ګډوډو څرګندونو له کبله کمزوری شوی دی. نوموړي همدا راز وویل چې د پلټنې پر مهال د هغې له دښمنۍ ډکو څرګندونو هم د نوموړې اعتبار ته زیان رسولی دی.

کولیمن اوس له خپلو والدینو سره یو ځای په امریکا متحده ایالاتو کې ژوند کوي او د محکمې د پریکړې پرمهال هغې حضور نه درلود.